پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دتحريک انصاف دغړو په ضد دپوليسو چهاپې، دعمران خان په حکومت نيوکې

دواکمن ګوند مسلم ليګ(ن) له لوري ددې ادعاوو باوجود چې هغوي به دتحريک انصاف دپرامنه لانګ مارچ په مخه کې خنډونه نه راولاړوي، حکومت دګل په شپه دتحريک انصاف دلارښودانو او کارکوونکو په ضد دچهاپو لړۍ پيل کړې ده او دهغوي شمير غړي يې نيولي دي.
بل لوري ته دلاهور په ماډل ټاؤن کې دتحريک انصاف په ضد دپوليسو دچهاپو په مهال دډزو له امله يو پوليس عسکر وژل شويدى.
دپاکستان پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف مشر عمران خان ويلي واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) چې کله هم واک ته رسيږي نو ظالمانه اقدامات کوي.
عمران خان لاهور، اسلام اباد او په کراچۍ کې دګل په شپه دتحيرک انصاف دمشرانو په کورونو دپوليس دچهاپو غندنه کړې، هغه ويلي خبردارى ورکول غواړي چې غيرجمهوري او ظالمانه اقدامات به دهيواد په معاشي وضعيت کې دنورې خرابۍ سبب ګرځي او هيواد به داړي ګړي په لوري ورديکه کړي.
هغه ويلي پرامنه احتجاج دولسي وګړو حق دى ، په پنجاب کې دتحريک انصاف دمشرانو په ضد چهاپو هاغه څه يوځل بيا وکړل چې هغوي ترې خبر دي.
دعمران خان په وينا دغه چهاپې دګوډاګيو دواګو په نيونکو هم سنجيده پوښتنې راولاړوي.
په ډاګه دې وي چې دتحريک انصاف دمشرانو دکورنۍ دغړو اوخواخوږو ګڼې داسې ويډيوګانې په ټولنيزه ميډيا خورې شوي چې پکې هغوي په مبېنه توګه دپوليس چهاپو يادونه کوي او په ځينو ويډيو ګانو کې پوليس چاروکي هم ليدل کيږي.
دپوليس چهاپو دغه ويډيوګانې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې تحريک انصاف سبا په 25مه مئ داسلام اباد په لور دحکومت په ضد دلانګ مارچ په تيارو کې بوخت دى.
پوليسو دلاهور ګارډن ټاؤن کې دپي ټي ايي لارښود حماد اظهر په کور هم چهاپه وهلې، په دغه مهال دغلته دياسيمين راشد په ګډون دګوند نور لارښودان موجود وؤ، ياسمين راشد دپوليس دعملياتو په ضد دحماد اظهر دکور په انګڼ کې پرلت غځولى دى.
کراچۍ کې پوليسو دتحريک انصاف داسمبلۍ غړو ارسلان تاج، بلال غفار، سعيد افريدي او شاه نوز جدون په کورونو چهاپې وهلي او دسهراب ګوتهـ سيمې څخه يې دقامي اسمبلۍ غړى سيف الرمان محسود نيولى دى.
داطلاعاتو دپخواني وزير فواد چوهدري او کورنيو چارو دپخواني وزير شيخ رشيد په کورونو هم دپوليسو دچهاپو خبرونه ترلاسه شويدي.
پي ټي ايي دعوه کوي چې يواځې لاهور څخه تراوسه 73 کسان نيول شويدي.
دمسلم ليګ(ن) مشر او پخواني وزيراعظم نوازشريف دتحريک انصاف په لانګ مارچ نيوکه کړې او ويلي يې دي ولس ددې فتنه خورونکو ډلو په رحم وکرم نه شي پريښودل کيدى ، چاچې دوړاندې څخه په دوي دغربت، ګرانۍ او بې روزګار غار راغورځولى دى
دهغه په وينا دورانکارو چقولو څخه پرته پاکستان خپل حقيقي منزل ته نه شي رسيدلى او دقام په حېث به ددغو شرخوښو مخه نيول وي.
په عين حال کې دوزيراعظم شهبازريف په مشرۍ نن دمسلم ليګ(ن) غونډه ترسره کيږي چې پکې دهيواد موجوده وضغعيت په اړه غړي په باور کې اخستل کيږي.
دغونډې په مهال به دتحريک انصاف په لانګ مارچ هم خبرې اترې کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button