افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دافغان هوايي اډو چلولو لپاره به طالبان داماراتو سره په تړون لاسليک کوي

دمتحده عرب اماراتو، ترکيې او قطر سره دمذاکراتو وروستو دطالبانو دريس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي طالبان به په افغانستان کې دهوايي اډو دفعاليت لپاره دمتحده عرب اماراتو سره په يو تړون لاسليک کوي.
دنړيوالې خبري ادارې رويټرز له مخې ملا عبدالغني برادر دغه اعلان ديو ټويټ دلارې کړى او وروستو يې په کابل کې خبريالانو ته وويل دهغوي حکومت دمتحده عرب اماراتو سره يو تړون نوى کوي.
دا نه ده په ډاګه چې دغه تړون به دموجوده انتظاماتو څخه ورپه اخوا وي او يا پکې دهوايي اډې امنيت شامل دى که نه، کومه چرې دطالبانو لپاره يوه حساسه معامله ده څوک چې دامريکا په مشرۍ دنيټو ځواکونو په ضد تر لسيزو جنګيدلي او وايي هغوي نه غواړي نړيوال ځواکونه ورستانه شي.
دمتحده عرب اماراتو خارجه وزارت په دغه اړه دتبصرې لپاره يو خواست ته ځواب نه دى ويلى.
دمذاکراتو څخه باخبره يوې سرچينې رويټرز ته ويلي په مذاکراتو کې ترټولو مهمه نکته ددوحې دا شرط دى چې قطري امنيتي عمله به په هوايي اډه کې موجوده وي.
تيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو واک ته له رسيدو او دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروستو دقطر او ترکيې تکنيکي ټيمونه دهوايي عملياتو او امنيت لپاره ليږلي وؤ.
په هوايي ډګر له خبرو څرګنديږي چې څنګه هيوادونه په افغانستان کې داثرورسوخ اچولو هڅه کوي، دطالبانو ډله په نړيواله کچه دتنهايۍ ښکار ده او تر دې مهاله دهغوي سرپرست حکومت يو هيواد هم په رسميت نه دى پيژندلى.
تيرکال چې خبرې پيل شوې نو سرچينو رويټرز ته وويل متحده عرب امارات هڅه کوي قطر چې په افغانستان کې څه رقم ډيپلوماټيک اثرورسوخ لري دهغې مخنيوى وکړي.
قطر او متحده عرب اماراتو دکلونو راهسې دتاوتريخوالي ډکې اړيکې لري، دغه دواړه هيوادونه دسيم ييز اثرورسوخ لپاره مقابله کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button