پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې ترهه ګرو دپاک پوځ دوه ځوانان وژلي،ايي ايس پي ار

د افغانستان پولې ته نزدې   دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمې شمالي وزيرستان  کې دترهه ګرو په ډزو دپاکستاني پوځ دوه ځوانان شهيد شويدي.

 دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګې ايي ايس پي ار له لوري جاري کړى شوي بيان کې ويل شويدي  ترهه ګرو دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې په موقعيت لرونکې پوځي چوکۍ ډزې کړيدي.

بيان کې ويل شويدي  امنيتي ځواکونو سملاسي ځواب ورکړى او ترهه ګر يې هم په دغه مقام  په موثره توګه مصروف ساتلي دي.

دايي ايس پي ار وينا ده چې دډزو  له امله دکوز دير سره تعلق لرونکى 20 کلن سپاهي ظهور خان او دايبټ اباد سره تعلق لرونکى 23 کلن سپاهي رحيم ګل په مړانه دجنګيدو په ترڅ کې شهيد شويدي.

بيان کې ويل شويدي چې ترهه ګرو څخه دسيمې دپاکولو عمليات دوامداره دي.

 دپاکستاني چارواکو وينا ده په دې وروستيو کې  په شمالي او جنوبي وزيرستان کې دپولې پورې غاړې  افغانستان څخه  دترهه ګرو په بريدونو کې  اضافه راغلې ده.

پاکستان له دې وړاندې شمالي وزيرستان کې  دبريدونو ترسره کيدو وروستو  دطالبانو له حکومت څخه څو وارې غوښتنه کړې چې  دپولې پورې غاړې موجودو پاکستان مخالفه ټي ټي پي  دجنګيالو په ضد عمليات وکړي.

څو ورځې دمخه   دافغانستان سرپرست حکومت پخلى کړى و چې په کابل کې دمذاکراتو په مهال دټي ټي پي او پاکستان دحکومت ترمينځ  په اوربند کې پراختيا راوستل شوې ده خو ددې باوجود هم  په امنيتي ځواکونو دبريدونو لړۍ دوامداره ده.

په پاک پوځ دترسره شوي وروستي بريد ذمه واري چا نه ده منلې خو له دې وړاندې ددغسې بريدونو ذمه واري ټي ټي پي ډلې منلې ده.

په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې ايي ايس پي ار په 19مه مئ يو بيان کې ويلي وو دجنوبي وزيرستان په مکين سيمه کې دچاودنې له امله هم يو عسکر شهيد شوى و.

له دې وړاندې په 17مه مئ دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې  امنيتي ځواکونو دپټو معلوماتو په اساس عمليات کړي وو چې پکې يو ترهه ګر وژل شوى و.

ايي ايس پي ار  په 15مه مئ ويلي وو شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې دکالعدم تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) دوه مهم او مطلوب ترهه ګر وژل شوي وؤ.همدغه راز ايي ايس پي ار ويلي وو  د16مې او 17مې مئ په مينځ شپه  دشمالي وزيرستان په بويا سيمه کې  دامنيتي ځواکونو او ترهه ګرو ترمينځ نښته کې  دوه ترهه ګر  کمانډر رشيد عرف جابر او او عبدالسلام عرف چمټو وژل شويدي.

له هغې څخه وړاندې په 15مه مئ دشمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې دپاک پوځ درې ځوانان او درې ماشومان هم وژل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button