مهم خبرونهنړۍ

وسله والو تهران کې دايران دقدس ځواک افسر وژلى،راپور

 دايران دسرکاري خبري ادارې   له مخې دايران دايليټ اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو( ايي ار جي سي) وينا ده چې  دهغوي يو افسر  په پلازمېنه تهران کې په دوو موټرسايکلو سورو وسله والو وژلى دى.

 ايي ار جي سي  پخپل يو جاري کړي بيان کې ويلي دي چې حسين سيد خداياري  دانقلاب  دښمنو له لوري  وژل شويدى،  وژل شوى پوځي افسران دايران دقدس ځواک( کوم چې  دايي ار جي سي دبهرنيو عملياتو ذمه وار دى) سره تعلق لرلو  او په تيرو کلونو کې هغه په شام کې خدمات ترسره کړي وؤ.

ايي ار جي سي  دخداياري پيژندګلو دکرنل په توګه کړې ده.

  دارنا خبري ادارې دراپور له مخې خداياري خواوشا ماذيګر څلور بجې   دمجاهدين اسلام کوڅې سره نزدې هاغه مهال پينځه ډزه وويشتل شو چې هغه خپل کور ته ستون شو.

 ايران دشامي رجيم ترټولو لويې  عسکري ملاتړ کوونکى پاتې شويدى، ايران  دقدس ځواک( چې  دبهرنيو عملياتو څارنه کوي) لاندې  دداعش خلاف جنګ لپاره  شام او عراق ته دزرګونو په شمير کې جنګيالي ليږلي دي.

 دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې ايران دکرنل سيد خدايي  وژنه په 2020م کې دجوهري ساينسدان محسن فخري زاده دوژنې وروستو  دترټولو پوړپوړي چارواکي  وژنه ګرځولې ده.

 ايران دمحسن فخري زاده  دوژنې  دپلان جوړونکي تور په صيصهوني رياست اسرايل پورې کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button