افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

دکابل له سقوط وروسته ګڼ افغان پوځيان پاکستان ته تښتيدلي،امريکايي راپور

 دانګريزۍ په ډان ورځپاڼه کې خپور شوي يو امريکايي راپور کې ويل شويدي چې  دکابل دسقوط کولو څخه وروستو دافغان پخواني حکومت په ګڼ شمير کې پوځيان پاکستان ته تښتيدلي وؤ.

 دپاکستان حکومت په باضابطه توګه تر دې مهاله نه ده څرګنده کړې چې  تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو تر دې مهاله  څومره افغان پوځيان پاکستان ته وراوښتي دي.

په دغه راپور کې ويل شويدي(دطالبانو لخوا) دپاکستان او ايران ترمينځ   په سرحدي لارو  قبضه  دپخواني افغان حکومت دخاتمې سبب شوې وه.

سيګار يا د افغانستان بيارغونې لپاره د ځانګړي څار ادارې  دفتر  په روانه اوونۍ کې پخپل راپور کې په ډاګه  کړې چې   دکال ٢٠٢١م دجولايي په مياشت کې طالبانو دپاکستان او ايران ترمينځ په سرحدي لارو قبضه کول پيل کړي وؤ او دغسې يې افغان حکومت دکسټم دمهمې امدنۍ څخه محروم کړى و.

 په راپور کې ويل شويدي چې تيرکال داګست په مياشت کې  دطالبانو واک ته له رسيدو  څو اوونۍ دمخه د افغان پوځيانو پاکستان ته داخليدل پيل شوي وؤ.

په راپور کې ويل شويدي چې  په ګڼ شمير کې افغان پوځيان په داسې حال کې پاکستان ته تښتيدلي وؤ چې  دافغان حکومت  دخاتمې څخه څو اوونۍ دمخه  طالبانو په ولسواليو او ولايتي سرښارونو بريدونه تند کړي وؤ.

 دملګرو ملتونو دکډالو ادارې يو اين ايچ سي ار  دسږکال په پيل کې  پخپل راپور کې ويلي وو چې  د2021م داګست دمياشتې څخه راپديخوا له دريوو لکو څخه زيات افغانان پاکستان ته تښيدلي خو دا يې نه وه په ډاګه کړې چې په دغو  افغانانو کې څومره پوځيان وؤ.

همدغه راز د2021م په 26مه جولايي  نړيوالې خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس  هم پخپل راپور کې ويلي وو  دپينځوو  افسرانو په ګډون 46 افغان پوځيان چترال ته ورغلي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button