افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دافغان دټي وي ښځينه ويندويانې دحجاب په ضد غږ پورته کولو ته ژمنې

دافغانستان په لويو خبري چينلو راڅرګنديدونکو ښځينه دټيلي ويژن اينکرانو وروستو له هغې دخپلو حقوقو لپاره دغږ پورته کولو ژمنه کړې چې طالبانو هغوي ته دټي وي په پرده دراڅرګنديدو په مهال دمخونو پټولو امر وکړو.
تيرکال داګست په مياشت کې واک ته له رسيدو وروستو طالبانو په مدني ټولنه او ځانګړې توګه ښځو او جينکو سخت بنديزونه لګولي او په هغوي يې ټينګار کړى چې دهغوي دتشريح سره سم اسلامي تعليمات ومني.
په روانه مياشت کې دافغانستان دطالبانو مشر ملا هبة الله اخندزاده فرمان جاري کړو چې په ولسي ځايونو کې مخونه په بشپړ ډول پټ کړي او برقعه واچوي.
دطالبانو له لوري ښځو ته دحقونو ورکولو دعوه کولى شي خو بل اړخ ته پخپله دطالبانو دحکومت دبهرنيو چارو وزارت مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي، چې په دوحه کښې هم دطالبانو استازے ؤ، دخپل حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ښځو ته دې دتعليم او نور شرعي حقونه ورکړي.
دطالبانو دامر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت دټي وي ښځينه اينکرانو ته هم امر وکړو چې دټي وي په پردو دې مخ پټ راڅرګندې شي.
يوه ورځ دمخه دطالبانو ددغه فرمان دنافرمانۍ کولو وروستو داتوار په ورځ دافغانستان په لويو خبري چينلو چې پکې طلوع نيوز، آريانه ټيلي ويژن، شمشاد ټي وي او 1 ټي وي شامل دي، ښځينه اينکرانو بشپړ حجاب اغوستى و او يواځې سترګې يې ښکاره کيدې.
دطلوع نيوز اينکرې سونيه نيازي نړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي ” نن هغوي په مونږ ماسک نافذ کړو، خو مونږ به دخپل غږ په کارولو خپله هڅه دوامداره ساتو” هغې ويلي “زه به ددې فرمان په وجه کله هم دژړا چغه ونه کړم بلکې زه به دنورو افغان جينکو غږ يم”
نيازي وويلي ( دطالبانو) فرمان ښځينه خبريالانې پخپلو روزګارونو پريښودو مجبورول وؤ.
هغې وويل” دا داسې ده لکه چې ستاڅخه سته پيژندګلو وتروړل شي”
هغې ويلي” ددې باوجود هم مونږ غواړو خپل غږ پورته کړو، مونږ به تر هغې دلته راځو ترڅو چې اسلامي امارت مونږ له ولسي ځايه لرې نه کړي او يا مو په کورونو کې په اوسيدو مجبوره نه کړي ”
د1TV نيوز نيټ ورک سره کارکوونکې يوې ښځينه ويندوۍ لمسا سپيځلې وويل دطالبانو په حکومت کې کار کول مشکل دي خو هغه دمقابلې لپاره چمتو ده
سپيځلې اى ايف پي ته وويل ” مونږ به تر اخري ساه خپله هڅه دوامداره ساتو ”
دطلوع نيوز ډايريکټر خپلواک سپايي وويل” چينل پخپلو ښځينه ويندويانو دفرمان په منلو مجبور کړى شويدى، ماته تيره ورځ په ټيليفيون په سختو ټکو کې وويلى شول چې دغسې وکړم، نو دا په خوښه نه بلکې په زوره دي”
له دې وړاندې به ښځينه ويندويانو يواځې لوپټه اچوله.
داتوار په ورځ د کابل په دفترونو کې دطلوع نيوز نارينه خبريالانو او ملازمانو دښځينه ويندويانو سره ديو والي څرګندونې لپاره ماسکونه اچولي وؤ.
يو شمير زنانه ملازمانو لوڅ مخونه خپل کارونه دوامداره وساتل.
دطالبانو دوزارت وياند محمد عاکف صادق مهاجر ويلي ” چارواکي ددې ستاينه کوي چې براډکاسټرانو دهغوي دحجاب دفرمان تعميل وکړو او وې ويل مونږ خوشحاله يو چې ميډيا چينلو دا ذمه واري په ښه طريقه عملي کړه ”
مهاجر ويلي چارواکي دښځينه ويندويانو په ضد نه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button