پاکستانقبائلمهم خبرونه

دپښتونخوا او بلوچستان ځنګلونو کې داور لګيدو پلټنې دې وشي، اى اين پي

 دخېبرپښتونخوا او بلوچستان په ځنګلونو کې داور لګيدو په پېښو دعوامي نيشنل ګوند له لوري  غبرګون مخې ته راغلى  او غوښتنه يې کړې چې  دخېبرپښتونخوا او بلوچستان په ځنګلونو کې دلګيدلو اور دپېښو پلټنې دې وکړى شي.

په ډاګه دې وي چې څو ورځې دمخه  دبلوچستان دشيراني ولسوالۍ په ژوب ډويژن کې  په ځنګل کې دلګيدلي اور له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ژوبل شوي وؤ.

په دغه سيمه کې اور وروستو له هغې لګيدلى و چې دميډيا راپورونو له مخې  په سيمه کې تندر راپريوتو خو دغه اور وروستو  خطرناک شکل خپل کړى  او دسيمه دډويژنل فورس افسر عتيق اغا په وينا دسلګونو په شمير کې خلک دلګيدلي اور څخه دځان ژغورنې لپاره دخپلو کورونو په پريښودو مجبور شويدي.

سيمه ييزو خلکو ميډيا ته ويلي وو چې  چرې په وخت مربوط اقدامات شوى وى نو په زرګونو قيمتي ونې له سوځيدو څخه ژغورل کيدى شوې، دزيات وخت تيريدو باوجود هم اړونده چارواکو يا خو دغفلت څرګندونه کړې او يا يې  داور مړولو لپاره ډير کم اقدامات کړيدي.

 داوچو او ګرمو هواګانو له امله اور شدت خپل کړى او ورسره دځنګل زياتو برخو ته خور شويدى.

 د عوامي نيشنل ګوند عمومي سيکتر ميا افتخار حسين ” ويلي   زمونږ معدنيات تباه کړى شول او اوس ځنګلونه هم سوځول کيږي ”

 ميا افتخار حسين ويلي” دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي  تعلق دځنګلونو دسيمې سره دى، هلته هم  ځنګلونه سوځول شوي  دکوم چې څوک هم  تپوس کوونکى نشته”

 دپېښور پريس کلب مخې ته  دکوه سليمان ځنګلونو کې دلګيدلي اور  مړ کولو کې دغفلت په ضد  احتجاجي مظاهرې ته په وينا کې ميا افتخار حسين ويلي دي چې ” دعمران خان دحکومت  په ختمولو ژړونکي  دې پوهه شي چې ځنګلونه زمونږ اثاثه ده”

 هغه وويل بلين ټري  سونامي دسياسي مقصدونو لپاره وکارولى شول خو  دځنګلونو دتحفظ لپاره هيڅ  اقدام نه کيږي.

 هغه وويل دپښتونخوا ځنګلونو کې هم  داور لګيدو ګڼې پېښې رامينځته شويدي خو هيڅ پلټنې يې نه دي شوي.

دميا افتخار حسين وينا وه چې دمعدنياتو او ځنګلونو په ګډون به  دقامي وسايلو تباه کولو په ضد په هر فورم غږ پورته کولى شي.

دده وينا وه چې په کوه سليمان  کې  دچلغوزي، زيتونو او صنوبر ونې وسوزول شوې ددې ذمه واري څوک دي؟

ميا افتخار غوښتنه کړې ده  چې اندازه دې ولګولى شي او کوم زيان چې شوى دهغې ازاله دې وکړى شي، داورلګيدو پېښه کې درې کسان مړه شوي هم دي او ګڼ تر اوسه بې درکه دي.

 ميا افتخار حسين دمرکزي اؤ خېبرپښتونخوا دحکومتونو څخه غوښتنه کړې ده چې  دخېبرپښتونخوا او بلوچستان په ځنګلونو کې دلګيدلي اور مړولو لپاره دې هڅې تندې کړي.

بل اړخ ته  دپاکستان تحريک انصاف ګوند سينيټر دوست محمد دپاک پوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه ته خواست کړيدى چې  دخېبرپښتونخوا په کوه سليمان او بلوچستان په ځنګلونو  کې دلګيدلي اور مړولو لپاره دې پوځيان او هيلي کاپټر وليږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button