پاکستانمهم خبرونهنړۍ

بلاول ويلي په چينايي وګړو بريدکوونکي به دقانون منګولو ته راکش کولى شي

 د چين  په ګوانګژو سيمه کې  دخپل چينايي سيال وانګ ژي سره دليدنې  وروستو يو ګډ خبري کانفرنس ته دوينا په مهال  دپاکستان دبهرنيو چارو وزير  بلاول بوټو زرداري  ويلي  په چينايي وګړو بريدکوونکي به  دقانون او انصاف منګولو ته راکش کولى شي.

په ډاګه دې وي چې تيره مياشت  په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي وګړو  دبلوڅ بيلتون خوښو ديوې زنانه ځانمرګي بريدکوونکې له لوري ترسره شوي بريد کې ددريوو چينايي وګړو په ګډون څلور کسان وژل شوي وؤ.

وروستو بلوچستان کې  هم دترهه ګرۍ دمخنيوي محکمې  په چينايي وګړو ديو بل ځانمرګي بريد مخه نيولې وه او يوه بله  زنانه ځانمرګي بريدکوونکې  يې نيولې وه.

دترهه ګرۍ دمخنيوي پوليسو  ويلي وو  دغه  زنانه ځانمرګي بريدکوونکې غوښتل  دپاکستان او چين  داقتصادي راهدارۍ سره نزدې  دچينايي وګړو په کاروان ځانمرګي بريد ترسره کړي.

ددغه زنانه تعلق  دبلوچ ليبريشن ارمي( بي ايل اى) سره ښودل شوى و، دپوليسو له مخې دغه ډله اوس زنانه دخودکش حملو لپاره کاروي.

له دې وړاندې  چې په کراچۍ پوهنتون  کومې زنانه ځانمرګي بريد ترسره کړى و دهغې تعلق هم دبي ايل اى سره ښودل شوى و.

 دکراچۍ په پوهنتون کې په چينايي وګړو دځانمرګي بريد وروستو چين له پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې ددغه بريد ذمه وارانو سره دې محاسبه وکړي او پاکستان چين ته باور ورکړى و چې ذمه وار به يې  دقانون منګولو ته راکش کوي.

 بلوڅ بيلتون خوښوي چې دپاکستان  رياست سره په جګړه بوخت دي، پخپلو  وسايلو دزيات واک او دخپلو حقونو غوښتنه کوي او ددې ترڅنګ دچين له حکومت څخه غوښتنه کوي چې خپل وګړي دې  په بلوچستان کې  دروانو پرمختيايي پروژو لپاره نه ګماري او هغوي دې له  پاکستان څخه وباسي.

 مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې  بلاول بوټو زرداري وويل پاکستان چين سره خپلو ستراتيژيکو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي او زياته يې کړه چې چاته به دپاکستان او چين  ملګرتيا دزيان رسولو اجازه نه شي ورکولى.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button