پاکستانسیاستقبائلمهم خبرونه

خېبرپښتونخوا کې په خالي شوو چوکيو بيا بلدياتي ټاکنې ترسره کيږي

 خېبرپښتونخوا کې دبلدياتي ټاکنو ددويم پړاو په مهال په بيلا بيلو خالي شوو چوکو  بيا دسره ټاکنې نن په 22مه مئ ترسره کيږي دکومو لپاره چې درايې اچولو عمل سحر  اته بجې پيل شويدى او پرته له کومې دمې به دماښام تر پينځوو بجو پورې دوامداره وي، په دغه مهال به له شپږو زرو څخه زيات خلک خپل درايې اچولو حق کاروي.

  دخېبرپښتونخوا په کومو ضلعو کې چې دبلدياتي ټاکنو ددويم پړاؤ په مهال په خالي شوو چوکو ټاکنې ترسره کيږي

 په کومو ضلعو کې چې  دبلدياتي ټاکنو ددويم پړاؤ په مهال دبيلا بيلو علتونو له امله په خالي شوو چوکو ټاکنې ترسره کيږي په هغې کې  شمالي وزيرستان، کرمه،  جنوبي وزيرستان، ايبټ اباد، مانسهره، بټګرام، بره کوهستان، کولايي پلاسو ملاکنډ او کوز دير شامل دي.

 په مجموعي ډول  شپږ تحصيلونو او 26ؤ ويلج  او نيبر هډ کونسلونو کې  په مختلفو خالي شوو چوکو بيا دسره ټاکنو لپاره انتظامات مکمل کړى شويدي او په يادو شوو ضلعو کې په مجموعي ډول 52 پولنګ سټيشنې جوړې کړى شويدي چې پکې 130 پولنګ بوتهـ جوړ کړى شويدي او په دغه مهال دامنيت سخت انتظامات شويدي.

په عين حال کې دقبايلي سيمې شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان  وينا ده چې  دپرامنه ټاکنو ترسره کولو لپاره  په ټوله ضلع کې دفعه 144 لګول شوې ده او زياته کړې يې ده چې  دښځو پولنګ سټيشنو ته دسړو په ورننوتو بنديز لګول شويدى.

هغه ويلي پولنګ سټيشنو او دنزدې ودانيو چتونو ته دورتللو چاته هم اجازه نشته.

 ډپټي کمشنر ويلي  دوسلې نمايش، هوايي ډزو او دپولنګ سټيشنو دننه دغيرمتعلقه خلکو په ورتګ هم بنديز لګول شويدى.

په ډاګه دې وي چې  په شمالي وزيرستان کې به له دولسو زرو څخه زيات سړي او ښځې ووټرانې خپل درايې اچولو حق کاروي.

دشمالي وزيرستان په شيواه سيمه کې دبيلټ بکسونو تروړلو او ميرعلي کې دجنرل کونسلر  داميدوار دوژنې له امله بيا دسره ټاکنې ترسره کيږي.

 اخوا په جنوبي وزيرستان کې هم  درايې اچولو په مرکزونو په ګڼ شمير کې ووتران ولاړ دي او په دغه مهال سخت امنيتي تدابير نيول شويدي.

 داليکشن کميشن له مخې په دريوو پولنګ سټيشنو درجسټرډ شوو ووټرانو شميره 3900 ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button