پاکستانمهم خبرونه

حکومتي ايتلاف داسټيبلشمنټ ضمانت ته سترګې په لار دى،راپور

دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ديو راپور له مخې  دمسلم ليګ(ن) په مشرۍ  ايتلافي حکومت   دمعيشت سمولو لپاره  دکومو ناخوښو پريکړو ذمه واري  پخپلو اوږو  اخستو ته چمتو نه ښکاري او دعسکري طاقتور قوت ضمانت غواړي ترڅو ورته داينده کال اګست پورې  دخپلې واکمنۍ  دنورې مودې پوره کولو کې مرسته ترلاسه شي.

 دورځپاڼې په راپور کې ويل شويدي  حکومتي ايتلاف دخپلو صفونو دننه  دوخت څخه وړاندې ټاکنو داحتمال په اړه  سپيناوي او يا  ناخوښه پريکړې لپاره  دفشار باوجود  په دغو معاملو کې  دخپل  دريځ په ډاګه کولو لپاره دطاقتورو حلقو په لوري ګوري، په راپور کې ويل شويدي دهرې تيريدونکې ورځې سره  دحکومت غيرفيصله ييزه تګلاره دوړاندې څخه دبدحالۍ په ښکار معيشت او واکمنۍ بدې اغيزې کوي.

 په راپور کې ويل شويدي موجوده واکمنان، داسټبيشلمنټ له لوري ايي ايم ايف سره  دتړون ترسره کولو، په راتلونکې مياشت کې  دبجټ وړاندې کولو او ټاکنو نيټې ( غالباً په اکتوبر –نومبر) کې  په سملاسي توګه داعلانولو دممکنه وړانديز څخه  دډډې کولو په حال کې په نظر راځي.

 دراپور له مخې  داسټيبلشمنټ سره  دحکومت دپشي شا رابطو څخه دخبر سرچينو وينا ده  دغه دا مهال يوه مهمه نکه ده، دايتلافي ګوندونو دريځ دى چې که چرې  ټاکنې دوخت څخه وړاندې ترسره شي نو په معاشي محاذ لنډمهاله مشکلې پريکړې به هغوي ته ګرانې پريوځي.

 دراپور له مخې  د اسمبلۍ داوړيدلو غړو او دزيات مقبوليت  مقدمو په عملياتو کې دمداخلې په اړه  اوسنۍ عدالتي پريکړې( چې پي ټي ايي يې هرکلى کړى) ځينو سياسي څيړونکو دموجوده واکمنانو لپاره  دا پيغام ګرځولى چې هغوي خپلې واکمنۍ ته تر 15ؤ مياشتو دوام نه شي ورکولى.

 دراپور له مخې دکورنيو چارو وزير رانا ثنا الله  واکمن ايتلاف ته دپېښو ستونزو په اړه  په سپينه خبرې کړي، هغه ويلي تراوسه  ايتلافي ګوندونو د15ؤ مياشتو دمودې په پوره کولو اتفاق کړيدى، ستونزه دا ده چې که چرې ايي ايم ايف  پخلا شي نو معيشت پځايې کيدى شي خو  دتيلو په نرخونو کې اضافه هغوي ته دمنلو وړ نه ده، هغه ويلي که چرې حکومت ته دهر اړخ څخه مرسته ترلاسه شي نو هغوي هيواد له کړکيچونو راوستلى شي  خو که چرې لاسونه يې تړلي وي نو دخپلو ايتلافيانو په باور کې داخستو په ترڅ کې  ولس ته مراجعه هم کولى شي.

په راپور کې ويل شوي  ديو موثره منتظم په حېث شهرت لرونکى وزيراعظم شهبازشريف  تردې مهاله په ځانګړې توګه په فيصله سازۍ کې دخپل شتون په احساس ورکولو کې نه دى بريالى شوى، ګمان دا کيږي چې دهغه کردار دهغه دمشر ورور نوازشريف، اسټيبلشمنټ او ايتلافيانو( په ځانګړې توګه پي پي پي او جى يو ايي ف) ترمينځ ديوجوړجاړي کوونکي  پورې محدود شويدى.

 دوزيراعظم دچوکۍ سمبالولو څخه وروستو تر دوو اوونيو چې  شهبازشريف په کوم جش سره په نظر راغلى و، اوس هاغسې نه ښکاري او دهغه حکومت چې نن سبا په کوم سخت مقام ولاړ په نظر راځي  په هغې ورته خبرې کول ګرانيږي.

 دستونزو دغه دلدل  دواکمن ايتلاف  جوړونکي  دپي پي پي شريک مشر اصف علي زرداري يوځل بيا دنوې تګلارې  سره دايتلافي ګوندونو مشرانو پورې په رسيدو مجبور کړو، تيره ورځ هغه  دوزيراعظم شهبازشريف سره ليدنه کړې او په پېښو چيلنجونو يې ورسره خبرې اترې کړيدي.

په راپور کې ويل شويدي دغه ليدنې هاغه مهال زيات ارزښت خپل کړو چې اصف علي زرداري، دتحريک انصاف دپخوانې وفاقي وزيرې شيرين مزاري دنيولو په پس منظر کې اسلام اباد څخه لاهور ته ورسيدو او دپېسو په غيرقانوني ډول  دانتقال په کيس کې دځانګړي عدالت له لوري وزيراعظم شهبازشريف ته داسانۍ ورکولو څخه انکار هم مخې ته راغلو.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button