افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبانو دافغانستان ښځينه اينکرانو ته دمخونو پټولو امر کړى

افغان طالبانو دټولو ټي وي چينلو ښځينه اينکرانو ته دنشرياتو په مهال دمخ پټولو امر کړيدى.
دخبري ادارې اى پي له مخې دغه احکامات دروانې مياشتې په پيل کې دجاري شوې هاغه حکمنامې وروستو راغلي چې پکې ښځو ته دسر څخه تر پښو دځان پټولو امر شوى وي چې ورڅخه بايد دهغوي يواځې سترګې په نظر راشي.
دافغانستان دسيمه ييزې ميډيا يو تن دنوم نه څرګندولو په شرط پخلى کړى چې هغوي ته حکم ترلاسه شوى چې په دې اړه به نوره خبره نه کيږي، هغه ويلي دټيلي ويژن سټيشن سره په دې دعمل کولو پرته بله چاره نشته.
زياترو ښځينه اينکرانو په ټولنيزه ميډيا خپل عکسونه خپاره کړي چې پکې دنشرياتو په مهال دهغوي مخ پټ په نظر راځي، دافغانستان دطلوع ټي وي يوې نامتو اينکرې يلدا علي پخپل مخ ماسک اچولى او يوه ويډيو يې شريکه کړې چې عنوان يې دى دفضليت دوزارت په امر يوه ښځه له مينځه وړلى شي.
په شمشاد ټيلي ويژن دطالبانو په دغه حکمنامه لږ ډير عمل درامد په نظر راځي، په دغه ټي وي يوه ښځينه اينکره په داسې حال کې ليدل شوې چې ماسک يې اچولى خو بيا نورې ښځې له ماسک پرته دټي وي په پرده راښکاره شويدي.
طالبانو له دې وړاندې حکم کړى و چې دشپږم ټولګي څخه پورته جينکۍ به ښوونځيو ته نه ځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button