افغانستانمهم خبرونه

جلا وطنه افغان جنګيالو دطالبانو په ضد مزاحمتي کونسل جوړ کړو

پخوانيو افغان جنګيالو او جلا وطنه سياستوالو  دطالبانو په ضد دقامي مزاحمت داعلي کونسل جوړولو اعلان کړى او دطالبانو په حکومت يې  دنور  ټولشموله حکومت جوړولو  يا دخانه جنګۍ دګواښ سره دمخ کيدو غږ کړيدى.

  دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې افغانستان څخه دامريکايي پوځ دوتلو وروستو دطالبانو  واک ته دبيا رسيدو راپديخوا دهغوي دحکومت په ضد دمقاومت په محدوده پيمانه هڅې شويدي.

 که يو اړخ ته  دافغانستان دنجات لپاره دملي مقاومت عالي شورا ته په يوه منسوبه اعلاميه کې  دافغانستان له سرپرست حکومته غوښتنه شوې ده چې دمذاکراتو ميز ته حاضر شي  نو بل اړخ ته  دطالبانو حکومت له دې وړاندې ويلي وو دهغوي مخالفينو لپاره دخبرو اترو دروازې پرانيستي دي.

 دځينو سرچينو له لوري خپره کړې شوې اعلاميه کې داسې لاليکونه ليدل کيږي چې ترې لاندې دتير حکومت دچارواکو او سياستوالو نومونه ياد شويدي چې پکې  عبدالرشيد دوستم، عبدالرب رسول سياف،  عطا محمد نور، حاجي محمد محقق، مير رحمان رحماني او نور شامل دي.

 دغه کسان تيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو له افغانستان څخه وتلي وؤ او ترکيې ته تللي وؤ.

 دافغانستان دپخواني  مرستيال ولسمشر او جنګيالي عبدالرشيد دوستم په بلنه 40 سياسي مشرانو په انقره کې ليدنه کړې، چاچې داګست راهسې  دهغوي دحکومت دختميدو وروستو په ترکيه کې  پناه اخستې ده.

 دوي له طالبانو غوښتنه کړې چې تباهي دې ختمه کړي او دافغانستان دموجوده ستونزو  دحل په موخه دې  دمذاکراتو ميز ته  کښيني.

 دوي ويلي  بايد اسلام خوښي له تجربې څخه دا خبره زده کړي چې يوه ډله هم دطاقت  داستعمال او فشار له لارې پياوړى حکومت نه شي جوړولى.

 دکونسل په باني غړو کې دبلخ ولايت  والي عطا محمد نور، دهزاره ټولنې مشر محمد محقق او  دقامي مزاحمتي محاذ احمد ولي مسعود هم شامل دى، څوک چې دطالبانو دحکومت په ضد وسله وال بغاوت کوي.

 دعبدالرشيد دوستم وياند ويلي  دکونسل مقصد دافغانستان ستونزې دخبرو اترو دلارې هوارول دي، طالبانو ته منل پکار دي چې هغوي په يواځې افغانستان نه شي چلولى ګنې  افغانستان يوځل بيا دخانه جنګۍ سره مخ کيدى شي.

 په ډاګه دې وي چې دروانې اوونۍ په پيل کې طالبانو ديو کميسيون جوړولو اعلان کړى و چې مقصد يې دجلا وطنه سياستوالو سره رابطه کول دي.

  دا په داسې حال کې ده چې  دپخواني کمانډر احمد شاه مسعود ځوې  دطالبانو په ضد پخواني مرکز پنجشير ولايت کې په بريدونو کې اضافه کړې ده.

 بيان کې ويل شوي  کونسل دطالبانو په ضد وسله وال مزاحمت جايز ګڼي.

بل اړخ ته ملګرو ملتونو دطالبانو له لوري  دافغان  بشري حقونو کميسيون( اى ايي ايچ ار سي) دتړلو غندنه کړې او دا يې زيات پريوتى اقدام ګرځولى دى.

تيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو  طالبانو  دافغانانو دازادۍ  تحفظ کوونکې ګڼې ادارې تړلي چې پکې  انتخابي کميسيون  او دښځو دچارو وزارت شامل دى.

 دملګرو ملتونو دبشري حقونو  مشر مشيل بيچليټ ويلي  اى ايي ايچ ار سي دبشري حقونو قوي غږ او دملګرو ملتونو دبشري حقونو باوري ملګرى پاتې شوى، ددې تړلو سره به  افغان وګړي او افغان ټولنه نوره هم له زوال سره مخ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button