پاکستانمهم خبرونهنړۍ

داعش پېښور کې دايس ايچ او دوژنې ذمه واري منلې

تيره ورځ دخېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې دوسله والو په ډزو دايس ايچ او دوژنې ذمه واري نړيوالې ترهه ګريزې ډلې داعش منلې ده.
دپېښور دپوليسو مشر يا سي سي پي او اعجازخان تيره ورځ ميډيا سره په خبرو کې ويلي وو دشاه پور تاڼې ايس ايچ او شکيل په څوکنو سيمه کې په يو سپين ګاډي کې ناستو وسله والو په ډزو سره وژلى و.
داعش ډلې په دې وروستيو کې په خېبرپښتونخوا کې دګڼو ترهه ګريزو بريدونو ذمه واري منلې ده.
دغه ډلې سږکال دمارچ په مياشت کې دقيصه خوانۍ په کوچه رسالدار سيمه کې دشيعه ګانو په يو جومات دترسره شوي هاغه ځانمرګي بريد ذمه واري منلې وه چې پکې 64 کسان وژل شوي او خواوشا 200 نور ژوبل شوي وؤ.
همدغه راز داعش تيره اوونۍ دپېښور دسربند په بټه تل بازار کې ددوؤ سيکهانو دوژنې ذمه واري هم منلې وه.
دپاکستان حکومت په هيواد کې دترهه ګريزو بريدونو دراکمولو لپاره په کابل کې دټي ټي پي ډلې سره په روانه مياشت کې په اوربند کې پراختيا راوستې خو څيړونکي وايي داعش دوخت په تيريدو سره په پاکستان کې له ټي ټي پي څخه هم خطرناکه ډله ثابتيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button