پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پېښور کې وسله والو ايس ايچ او وژلى

دپېښور پوليسو مشر اعجاز خان ويلي دي دخېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کښې وسله والو دسيمه ييزې تاڼې شاپور يو مشر يا ايس ايچ او وژلى دى.
دپېښور سي سي پي او په دې اړه ويلي دي چې ايس ايچ او شکيل دکور څخه ډيوټۍ لپاره روان ؤ چې دسپين رنګ په ګاډي کې ناستو کسانو دهغه تعاقب وکړو، له ګاډي څخه بهر راووتل او په هغه يې دڅوکنو سيمه ډزې وکړې چې له امله يې ايس ايچ ايو شکيل وژل شويدى.
دسي سي پي او وينا ده چې دبريد په مهال ايس ايچ او يواځې او په وردۍ کې و او زياته کړې يې ده چې وسله والو دبريد په مهال په کلاشنکوف او نهه ايم ايم تمانچې سره ډزې کړيدي.
په پېښور کې دغه پوليس افسر په داسې حال کې وژل شويدى چې دافغانستان دسرپرست حکومت له مخې په کابل کې دپاکستان دحکومت او طالبانو دناچله ډلې ټي ټي پي ترمينځ په لنډمهاله اوربند اتفاق شويدى.
په دې وروستيو کې دخېبرپښتونخوا دسرښار پېښور، قبايلي سيمو شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان، بنو، ډيره اسماعيل خان او نورو سيمو کې په ترهه ګريزو بريدونو کې اضافه راغلې ده.
په دغو بريدونو کې دزياترو ذمه واري ټي ټي پي منلې ده خو پېښور کې په ايس ايچ او دترسره شوي بريد ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې.
په ډاګه دې وي چې څو ورځې وړاندې دپېښور په بټه تل بازار کې وسله والو دوه سيکهان هم وژلي وؤ، په هغوي وروستو دبريد ذمه واري داعش ډلې منلې وه

بل اړخ ته دسرچينو وينا ده چې    ددره ادم خيلو شيني کلي سره نزدې دپوليسو په يو ګاډي دلاسي بم بريد کې  دواحد په نوم يو پوليس سپاهي ژوبل شويدى

په پېښور کې دوسله والو له لوري دايس ايچ او دوژنې په اړه چې وحدت نيوز په اسلام اباد کې مېشته مشر خبريال طاهرڅخه پوښتنه وکړه نو هغه خان وويل” پېښور کې دپوليس افسر دوژنې په تازه پېښه کې نورې ډلې او داعش هم لاس لرلى شي ، پاکستان هم بايد دا وګوري چې که چرې ټي ټي پي په دې کې لاس نه لري نو هغه بيا نور څوک دي، که چرې هغوي(دپاکستان حکومت) دداسې قسمه پېښو مخنيوى کول غواړي نو پخپل نظام باندې به يې هم غور کول غواړي ، ددې استخباراتو ددې انټلي جنس، ځکه چې دپوليس خلاف دتشدد دا پېښې نه يواځې په پېښور بلکې په نورو برخو کې هم زياتې شويدي”
هغه وويل “پاکستان دپاره سيکورټي او امنيتي چيلنجونه شته ”
” پاکستان کې يو ټي ټي پي نه ده چې هغه رياست چيلنج کوي، نورې ډلې هم شته،(پېښور کې) دداعش په وژنه کې داعش ذمه واري منلې وه ، دپېښور پوليس افسرانو پخپلو مرکو کې پخپله ويلي وو چې داعش ددوي په نظر باندې دټي ټي پي نه زيات خطر دى، په مستقبل کې”
” داعش په ماضي کې په پېښور او دخېبرپښتونخوا په نورو برخو کې هم حملې کړيدي ، دغه چيلنج شته او دا به وي ، ممکن ده چې نور هم داسې خلک وي چې په تشدد کې دهغوي لاس وي”
” ټي ټي پي به دشوي اوربند ځکه احترام کوي چې يو خو دخبرو پروسه اوس هم روانه ده او بل که ټي ټي پي دتشدد طرف ته ځي نو هغوي ته به هم مشکل جوړيږي ځکه چې يو خو مذاکرات هم روان دي او بل په مذاکراتو کې افغان حکومت ثالث هم دى او بيا که يو اړخ اوربند ماتوي او يا يې غځوي نو بيا خو بل اړخ ته هم حق وي چې هم هم دغسې وکړي،خو دواړه غاړې به داوربند دوامداه پاتې کيدل غواړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button