پاکستانمهم خبرونهنړۍ

بلاول بوټو وايي طالبان دې دپولې پورې غاړې څخه دترهه ګرۍ مخه ونيسي

دبهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ويلي اسلام اباد په افغانستان کې دطالبانو دحکومت په لوري ګوري چې هغوي دپاکستان په خاوره دپولې پورې غاړې څخه په ترهه ګريزو هلو ځلو کې داضافې دمخنيوي لپاره خپل کردار ادا کړي.
دامريکا په سفر ورغلي دبهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري دسي اين اين کرسټين امان پور سره په يوه مرکه کې وويل ” مونږ نه يواځې په دې وضعيت نظر لرو بلکې ددې خبرې باوري کولو لپاره دخپل اړخه کار کوو چې مونږ دترهه ګرۍ دخطرې دمخنيوي هڅه کولى شو او هيله کوو دافغانستان حکومت پخپله بين المللي ژمنه قايم دى چې هغوي به دخپلې خاورې دترهه ګرۍ لپاره دکارولو اجازه نه ورکوي “
دطالبانو دحکومت په رسميت دپيژندو په اړه دپوښتنې په ځواب کې بلاول بوټو وويل په دغه لړ کې به کومه پريکړه دنړيوالې ورورولۍ سره له خبرو وروستو کولى شي.
له هغه څخه پوښتنه شوې چې ايا اسلام اباد ښځو ته دحقونو ورکولو په اړه دافغان طالبانو سره خبره کړې دکومې په ځواب کې چې بلاول بوټو وويل دغه دلويديز ستونزه نه ده
خارجه وزير وويل ” زه دښځو حقونو ياو دتعليم حقونو ته په اسلام کې ورکړى شوو حقونو په توګه ګورم، مونږ به په دې خبره ټينګار کوو چې طالبان پخپلو بين المللي ژمنو عمل وکړي او دافغانستان دښځو حقونه باوري کړي ”
دبهرنيو چارو دوزير وينا وه په کابل کې دترسره شوي پرمختګ اغيزه به نيغه په نيغه دپاکستاني ولس په ژوند وشي
بلاول بوټو وويل ” مونږ ته ترجيح ورکول پکار دي، بشري کړکيچ راکمول پکار دي، دا خبره باوري کول پکار دي چې کومه اقتصادي تباهي نه وي او دطالبانو حکومت په بين المللي ژمنو قايم وساتو، دا پاکستان نه بلکې امريکا وه چې په کابل دقبضې څخه دمخه يې دطالبانو دحکومت سره نيغ په نيغه رابطه وه، دپاکستان او نړيوالې ورورولۍ خيال دى چې که چرې مونږ دافغانستان خلک يوځل بيا پريښودل نو دا به زمونږ په کومه ګټه نه وي ”
دبهرنيو چارو وزير دشورو په ورځ دخپل امريکايي سيال اينټني بلنکن سره هم ليدنه کړې ده چې پکې دواړو مشرانو ويلي هغوي ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې پياوړې کول غواړي.
دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس له مخې بلاول بوټو زرداري دامريکا له لوري راغوښتل شوې وزارتي غونډه کې دګډون لپاره دشورو په شپه نيويارک ته رسيدلىو چرته چې دملګرو ملتونو هيډکوارټر کې اينټني بلنکن سره دخپلې لمړۍ ليدنې په پيل کې هغه دامريکايي اقدام ستاينه کړې ده.
بلاول بوټو وويل” زه دپاکستان او امريکا ترمينځ درابطو غځولوو تجارتي اړيکو ښه کولو او سرمايه کارانو او کاروباير کسانو سره په ګډه دکار کولو لاپره دموقعو پيدا کولو په غرض ستاسو دانتظاميې سره دکار کولو موقعې ته سترګې په لار يم”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button