پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي او جنوبي وزيرستان کې عمليات او چاودنه، يو پوځي اويو ترهه ګر ووژل شول

 دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې  ديوې بمي چاودنې له امله يو عسکر وژل شوى او دپاکستاني پوځ وينا ده  چې دعملياتو په مهال يې يو ترهه ګر هم وژلى دى.

 دقبايلي سيمې جنوبي وزيرستان په شوال سيمه کې په امنيتي ځواکونو ديوې بمي چاودنې له امله  يو عسکر  وژل شوى او درې نور ژوبل شويدي.

 دسرچينو وينا ده چې  دجنوبي وزيرستان سب ډويژن لدها  په شوال سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو ګاډي  دريموټ کنټرول بم چاودنه شوې ده ، دچاودنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې  او  دلټونې عمليات يې  پيل کړيد.

 په ډاګه دې وي چې په دې وروستيو کې په جنوبي وزيرستان کې  دامنيتي ځواکونو په امنيتي پوستو    او عامو خلکو په ضد  بريدونو اضافه راغلې ده چې له امله يې دسيمې خلک دويرې ترهې ښکار دي.

بلخوا دپاک پوځ دترجمانې ادارې ايي ايس پي ار وينا ده چې په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې  پوځي عمليات ترسره کړى شويدي چې پکې يو ترهه ګر وژل شويدى.

 دايي ايس پي ار وينا ده چې  دغه پوځي عمليات په ميرعلي سيمه کې ترسره کړى شويدي چې پکې  دمحمد الطاف په نوم يو ترهه ګر وژل شوى چې له قبضې څخه يې  بارودي مواد او وسله هم ترلاسه کړى شوې ده.

 په جنوبي او شمالي وزيرستان کې له دغو پېښو څخه دمخه نن دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې سحر مهال  وسله والو دشاه پور تاڼې دپوليسو مشر شکيل هم وژلى و چې تر دې مهاله يې ذمه واري چا نه ده منلې

دتشدد په پېښو کې دغه اضافه په داسې حال کې راغلې چې دافغانستان دسرپرست حکومت وينا ده  دپاکستاني طالبانو دډلې او پاکستان دحکومت ترمينځ تيره ورځ په اوربند کې په پراختيا اتفاق شويدى.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button