دخېبرپښتونخوا په بنو سيمه کې دبارودي موادو په يوه چاودنه کې دوه کسان ژوبل شويدي.
دسرچينو وينا ده چې دبنو په ميرانشاه سړک دبارودي موادو چاودنه شوې ده چې له امله يې په يو ګاډي کې ناست دوه کسان ژوبل شويدي.
دسرچينو وينا ده چې دواړه ژوبل شوي کسان دميرعلي کالج استاذان وؤ ، دهغوي ګاډى دميرعلي څخه بنو ته راروان و چې په معصوم اباد ميرانشاه سړک پرې چاودنه وشوه.
ددغه چاودنې ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې خو له دې وړاندې ټي ټي پي او داعش ډلې دخېبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې ددغه رقم چاودنو ذمه وارۍ منلې دي.