افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

دپاکستان او ټي ټي پي ترمينځ په اوربند اتفاق

دافغانستان سرپرست حکومت منلې چې دپاکستان حکومت او دپاکستاني طالبانو دناچله ډلې( ټي ټي پي) ترمينځ دکابل په مينځګړتوب ترسره شوو مذاکراتو کې ديادو لوريو ترمينځ په لنډمهاله اوربند هوکړه شوې ده.
دپاکستاني طالبانو تندروه ډلې ( ټي ټي پي) دپاکستان حکومت سره دمذاکراتو پخلى کړى او په اوربند کې يې د30مې مئ پورې دپراختيا اعلان کړيدى.
دافغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په کابل کې دپاکستان دحکومت او پاکستاني طالبانو ترمينځ دمذاکراتو پخلى کړى او پخپل يو ټويټ پيغام کې يې ويلي” د پاکستان حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحرک تر منځ د اسلامي امارت په منځګړتوب په کابل کې مذاکرات ترسره شول. د مذاکراتو په جران کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو”
هغه ليكلي” د افغانستان اسلامي امارت د خر غوښتني په نت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په برالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دوبل د زغملو او انعطاف هله کوي. ”
دټي ټي پي دوياند له لوري جاري کړى شوي بيان له مخې په افغانستان کې دټي ټي پي او دپاکستان دحکومت دسرمشريزو کميټيو ترمينځ مذاکرات روان دي.
دتندروه ډلې له لوري ويل شوي افغانستان په دغو مذاکراتو کې دمينځګړي کردار ادا کوي خو بيان کې دا نه دي ويل شوي چې په مذاکراتو کې ددواړو ډلو استازيتوپ څوک کوي.
دطالبانو سرچينو بي بي سي سره په خبرو کې پخلى کړى چې ددغو مذاکراتو لړ کې دپېښور کورکمانډر ليفټننټ جنرل فيض حميد هم په کابل کې موجود دى خو دې لړ کې دپاکستان دعامه اړيکو څانګې له لوري پخلى نه دى شوى.
دټي ټي پي اعلاميه کې دا هم ويل شويدي چې دپاکستان دحکومتي پلاوي ترڅنګ دمحسود قبيلې او ملاکنډ ډويژن دمختلفو قبايلو داستازو کميتۍ هم دپاکستان دحکومت په غوښتنه دتي ټي پي مذاکراتي کميټۍ سره په 13مه او 14 مئ ليدنې کړيدي چې پکې غوښتنه شوې ده چې ترڅو مذاکراتي کميټۍ خبره کوي بايد دواړه خواوې اوربند وکړي.
دټي ټي پي له مخې په دغو غوښتنه دواړو خواو اتفاق کړى او 30مې مئ پورې يې داوربند اعلان کړيدى.
له دې وړاندې ټي ټي پي دوړوکي اختر لپاره په شوي اوربند کې دپينځوو ورځو دپراختيا کولو په ترڅ کې ددې مودې تر 15مې مئ غځولې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button