پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پېښور کې په موټروى ديو بس اوړيدو له امله دوه کسان مړه شوي،12 ژوبل

دخېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې يو بس بې قابو شوى او اوړيدلى دى او کندې ته پريوتى چې له امله يې دوه کسان مړه شوي او 12 نور ژوبل شويدي.
دامدادي ډلو دغړو وينا ده چې پېښور کې په ايم يو موټروى يو بس دباران کيدو وروستو په سړک ښويدلى او دسړک نه لاندې کندې ته غورځيدلى دى.
دپېښې وروستو سيمه ييزو خلکو په امدادي هلو ځلو کې برخه اخستې او وروستو سيمې ته دامدادي ډلو کارکوونکي هم رسيدلي.
ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شويدي چې پکې ديو شمير کسانو حالت نازک ښودلى شي او له دې امله دمړو په شمير کې داضافې انديښنه ده.
دسيمه ييزو خلکو وينا ده چې دباران کيدو وروستو په سړک دتيلو له امله بس دسړک څخه لاندې ښويدلى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button