افغانستانمهم خبرونهنړۍ

مزار شريف کې چاودنې درې کسان ژوبل کړي،چارواکي

دزيارت په ورځ دافغانستان دبلخ ولايت په مزار شريف ښار کې ديوې چاودنې له امله لږ ترلږه درې کسان ژوبل شويدي.
دافغانستان دپژواک خبري ادارې دراپور له مخې دمزار شريف ښار دڅلورمې امنيتي حوزې امر مولوي محمد عوض وثيق دوي ته ويلي چاوديدونکي مواد په يوه کراچۍ کې ځايې په ځايې کړى شوي وو او چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دامنيتي کسانو دعملې موټر قول اردو ته روان و.
هغه په چاودنه کې ددريوو کسانو دژوبل کيدو ترڅنګ ګاډي ته دزيان رسيدو پخلى هم کړيدى.
ددغه چاودنې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده منلې خو په دې وروستيو کې دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دترسره شوو زياترو بمي چاودنو او ځانمرګي بريدونو ذمه واري داعش ډلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button