پاکستانمهم خبرونه

پاکستان:دټک ټاک ستورې دځنګل اور سره نزدې په ويډيو جوړولو غصه راپارولې

په پاکستان کې  هاغه دټک ټاک وتلې ستورې چې  په ملينونو  مينه وال لري، وروستو له هغې له سختو نيوکو سره مخ شوې چې  په ځنګل کې داور لګيدو په حالت کې يې  خپله يوه ويډيوه جوړه کړې ده، دټک ټاک په دغه ستورې په داسې حال کې  سختې نيوکې روانې دي چې په هيواد کې دا مهال  دسختې تودوخې له امله دروغتيا پوهانو له لوري   خلکو ته دماسپښين په وخت کې له کورونو څخه دبهر نه وتلو وينا شوې ده.

 دهميرا اصغر په نوم  دټک ټاک دغه ستورې يوه داسې ويډيو خپره کړې چې پکې  دغره په خوا کې   ديو داسې غر په خوا کې په ناز تګ کوي  چې اور پرې بل دى، هغه په داسې قسمه جامو کې  ده چې دبدن ځينې برخې يې ترې ښکاري  او  تر کيپشن لاندې يې ورليکلي ” چرته چې زه يم، هلته اور لګي”

 ددغه ويډيو پسر دغه لانجه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې  دروانې مياشتې په پيل کې دخېبرپښتونخوا په ايبټ اباد ښار کې  يو تن پوليسو وروستو له هغې ونيولو چې هغه  دخپلې يوې ويډيو دپس منظر په توګه په ارادي ډول  په يو ځنګل کې اور ولګولو.

 په دې وروستيو ورځو کې په پاکستان کې  تودوخه دومره سيوا شوې چې په ځينو برخو کې 51 ډګرۍ ته رسيدلې ده چې له امله يې  په ځانګړې توګه  بې وسه او مزدورکاره طبقه  په سخته ګرمۍ کې په روزګار کولو مجبوره ده.

اصغر، چې په ټک ټاک له 11ؤ ملينو څخه هم زيات مينه وال لري،  دخپل يو مرستيال دلارې په جاري کړي يو بيان کې يې ويلي چې هغې  اور نه دى لګولى  او په ويډيوګانو جوړولو کې څه زيان نشته.

 داسلام اباد دځنګلي حيات دمنتظم بورډ مشر او دماحولياتو يو فعال رنا سعيد خان ستي  ويلي بايد هغې داور دځلولو پځايې  ددې دمړ کولو لپاره  يو بالټى اوبه لرلى وى.

 دغه ډلې ويلي دپاکستان په پلازمينه کې لږ ترلږه يو اور دټولنيزې ميډيا ديوې ويډيو لپاره لګول شويدى.

ستي ويلي  دغه ويډيوګانې چې څه قسمه پيغام ليږي، ډير له خطر ډک دى او ددې  قابو کولو ته اړتيا ده.

 په ټک ټاک داصغر دويډيو لاندې  په يوه تبصره کې ليکلي شوي  چې دهغې عملونه  سخت جهالت او ليونتوب دى.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button