پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پاکستان دايي ايم ايف سره قطر کې مذاکرات پيل کړل

 دپاکستان حکومت  دبين المللي مالياتي فنډ( ايي ايم ايف) سره دمهمو پېسو جاري کولو لړ کې مذاکرات پيل کړيدي.

 دمذاکراتو دغه لړۍ  په هيواد کې  دمعاشي اصلاحاتو دنيشتوالي دانديښنې له امله دسستوالي ښکار دي.

 دخزانې وزارت پخپل يو ټويټ پيغام کې ليکلي   دغه مذاکرات دقطر پلازمېنه دوحه کې دوامداره دي  کوم چې تر راتلونکې اوونۍ دوامداره پاتې کيدى شي.

ددغو مذاکراتو مهمه نکته  په پيټروليم مصنوعاتو او بجلۍ په ورکړې کيدونکې  درنه مالي مرسته ده، دخزانې وزير مفتاح اسماعيل ويلي  غواړي   له دواړو اړخو څخه کومه دمينځ ومانې لاره ولټولى شي.

 ايي ايم ايف سره  دشپږو اربو ډالرو په بيل اؤت پيکج په کال 2019م کې  پخواني وزيراعظم عمران خان لاسليک کړى و په کوم چې کله هم بشپړ عمل نه دى شوى، ځکه دهغه حکومت دتړون برعکس نه خو مالي مرستې ختمې کړې او نه يې هم دامدن او ټيکس محصولاتو کې اضافه کړې.

 اسلام اباد ددغه پروګرام لاندې تراوسه درې اربه ډالر ترلاسه کړي  چې دروان کال په پاې کې ختميږي.

 چارواکي غواړي دغه پروګرام تر جون 2023م پورې پراخه شي او ددې ترڅنګ  ديو ارب دالرو قسط هم جاري کړى شي.

 ايي ايم ايف  دخزانې دوزير سره  په اوسنيو مذاکراتو کې  دقرض پروګرام دوامداره ساتل  په تيلو دمالي مرستې يا سبسډۍ ختمولو سره مشروط کړيدي، کوم چې تير حکومت متعارف کړى و.

 خو وزيراعظم شهباز شريف  دتيلو او ګيسو دمنظمونکې ادارې( اوګرا) او دخزانې وزارت له لوري دپيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې داضافې تجويز څو کرته رد کړيدى.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button