افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دامريکايي پوځ راوتل دافغان پوځ درانسکوريدو سبب شوى،راپور

 دافغانستان دبيارغونې په اړه دامريکايي حکومت  مرکزي ډلې  دراپور له مخې  افغانستان څخه  دامريکايي پوځونو او عسکري  ټيکه دارانو وتل  دافغان ملي  دفاعي او امنيتي ځواکونو( اين ډي ايس ايف)  په رانسکوريدو کې  يواځينى ترټولو مهم  عنصر و.

درويټرز خبري ادارې دراپور له مخې  واشنګټن د٢٠٠٢م کال راهسې  دطالبانو دوسله وال ياغيتوب چقولو لپاره په افغان پوځ 90 بلينه ډالر مصرف کړى  و، دطالبانو رجيم په کال 2001ء کې په امريکا دناين اليون دبريدونو وروستو دامريکا په مشرۍ دايتلافي ځواکونو له لوري رانسکور کړى شوى و.

 دافغانستان لپاره دسپيشل انسپکټر  جنرل( سيګار)  په راپور کې  دامريکا دپخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ او دهغه دځايې ناستي جوبايډن  پريکړو ته اشاره  کومې چې د2021م داګست په مياشت کې دافغان پوځ   درانسکوريدو  او وروستو دطالبانو دواکمنيدو سبب ګرځيدلى دى

 په راپور کې ويل شويدي چې  دامريکا او طالبانو هاغه تړون چې په فرورۍ کال 2020م کې پرې  دټرمپ انتظاميې لاسليک کړى و او دکوم له مخې چې واشنګټن له افغانستان څخه دخپلو پوځونو او ټيکه دارانو  په راويستلو متفق شوى و، دهاغو پېښو لړۍ پيل کړه چې داين ډي ايس ايف درانسکوريدو سبب شوې.

 ددغه تړون وروستو امريکا په ډرامايي توګه دخپلو هوايي بريدونو شمير راکم کړو، دکوم له امله چې  اين ډي ايس ايف  دطالبانو په  په قابو کې دساتلو ديوې مرکزي ګټې څخه محروم شول، ددې سره داين ډي ايس ايف دننه او په افغان ابادۍ کې  دپريښودو احساس رامينځته شو.

 سيګار ويلي  زياترو افغانانو فکر وکړو چې دامريکا او طالبانو تړون  دغلط باور يو تړون او داسې اشاره وه چې امريکا افغانستان دښمن ته په داسې حال کې سپارى چې  له دغه هيواد څخه په وتلو کې يې بيړه وکړه.

په افغانستان کې يو پخواني امريکايي  کمانډر  سيګار ته وويل ” مونږ دغه( افغان) پوځ دټيکه دار په ملاتړ دچلولو جوګه جوړ کړى و، له دې پرته ده فعاليت نه شو کولى “

 هغه وويل کله چې  ټيکه داران راوويستل شول، دا داسې وه لکه چې د وړو لرګيو دامبار دمينځ څخه چې مونږ چوکې راوباسو او بيا توقعو کوو چې دا به پځايې پاتې شي.

 په مارچ کال 2021کې  راتلونکې بايډن انتظاميې  دافغانستان په اړه په پخپله تګلاره غور وکړو، طالبانو  ګواښ وکړو که چرې   دلمړۍ مئ  پورې امريکا خپل پوځيان بيرته ونه بلي نو دامريکا او نيټو په ځواکونو په بريدونه بيا پيل کړي.

   د15م اګست 2021م پورې چې طالبان دپلازمينې کابل دروازو ته ورسيدل نو دافغان پوځ داوؤ څخه شپږ کوره يا خو تسليم شوي وؤ او يا مات شوي وؤ.

 په راپور کې ويل شويدي  دې امريکايي پريکړو دطالبانو دپروپيګندې مشين ته  دتيلو په ورکړه کې داضافي اغيزې کردار ادا کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button