پاکستانمهم خبرونهنړۍ

خېبر: دخبريال خادم افريدي دنيولو په ضد دخبريالانو احتجاج

دخېبرپښتونخوا په لنډي کوتل بازار کې خبريالانو دباړې دخبريال خادم افريدي دنيولو په ضد احتجاجي مظاهره کړې، دهغه نيول يې دايين او قانون خلاف ورزي ګرځولې او په سمدستي توګه يې دهغه درها کولو غوښتنه کړې ده.
دمظاهرينو وينا وه چې بغير دڅه قسمه وارنټ او جرم نه دصحافي نيول دغندنې وړ دي او زياته يې کړه چې په ډاګه دې کړى شي چې اخر خادم حسين دکوم قانون لاندې په څه جرم کښې نيول شويدے.
وحدت نيوز سره په خبرو کې مظاهره چيانو وويل دايين لاندې هر شهري ته داظهار رايې ازادي ترلاسه ده او په دې به بنديز نه لګول کيږي.
ددوي وينا وه ترڅو چې خادم حسين نه وي پريښودل شوى تر هغې به ددوي له لوري داحتجاج دغه لړۍ دوامداره وي.
مظاهره چيانو وويل هرکله چې مضبوط صحافت او صحافيان موجود وي نو هغوي به دجرمونو خبرونه مخې ته راوړي او دبې غږو او بې وسو مضبوط غږ به جوړيږي نو ځکه حکومت دې دخبريالانو دخبريالۍ په کار کې خنډ نه جوړيږي او دهغوي دويرولو او تښتولو لړۍ دې ودروي.
مظاهرينو وويل تر دې مهاله اوولس قبائيلي خبريالان وژل شويدي ا و په سيمه کښې دخبريالانو دويرولو ، تښتولو او نيولو دغه لړۍ که همداسې جاري پاتې شي نو دا به ورسره درائې داظهار اؤ صحافت په ازادۍ ديقين ساتلو په اړه حکومتي دعوې نورې هم تر پوښتنو لاندې راشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button