افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبان وايي افغانستان کې عيسويان نشته،امريکايي ډلې پرې انديښمنې دي

حسين اندرياس د١٩٨٠ء په لسيزه کې په افغانستان کې دبريدکوونکې سوويت پوځ په ضد جګړه کې يو مذهبي جنګيالى و، خو دسوويت پوځونو دوتلو څخه خواوشا يو کال وروستو، هغه عيسويت ته منتقل شو، دراتلونکو نهو کلونو لپاره ،اندرياس دسيمې په ګڼو هيوادونو کې وګرځيدو، دتشدد سره مخ شو او باالاخره ورته دورجينيا په يو چرچ کې دروزګار وړانديز وشو، چې ورسره هغه امريکا ته دمهاجرت کولو جوګه شو.
اوس په ټينيسي کې دخپل کور څخه اندرياس ، په يوټيوب او فيسبوک يوه لايو شو چلوي او په دري او پښتو ژبو کې دعيسويت تبليغ کوي.
اندرياس دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي ” مونږ دلته په ټينسي کې يو افغان چرچ لرو چې 15 غړي لري” او ” مونږ په کينټکي، لاس اينجلس او نورو ځايونو کې لويې افغان چرچونه هم لرو”
اندرياس ويلي چرچ ته تلونکي زياتره افغانان تيرکال په افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو په امريکا کې مېشته شويدي.
تيره مياشت دمذهبي ازادۍ په اړه دامريکا نړيوال کميشن دامريکا په خارجه محکمې غږ کړى و چې دطالبانو حکومت دې دځانګړي تشويش دهيواد په توګه ونوموي، دغه نامزدګي به دطالب چارواکو په ضد دنورو اقتصادي او سفري بنديزونو سبب شي.
ديو ايس سي ايي ار ايف په يو راپور کې ويل شوي وو راپورونه په ډاګه کوي چې طالبان اوس هم مذهبي اقليتونو ته تکليف ورکوي او داسلامي قانون دسخت دريځه تشريحۍ له مخې دخپل کنټرول په سيمو کې خلکو ته سزا ورکوي.
دبيلا بيلو اندازو له مخې دافغانستان د85 فيصده څخه زيات 38 ملينه ابادي سني مسلمانان دي،12 فيصده پکې شيعه ګان دي او نور پکې واړه اقليتونه لکه سکهان، هندوان او نور دي چې دغلته مېشته دي
په داسې حال کې دداعش دخراسان څانګې له لوري په افغانستان کې دسکهانو او هندوان په ضد دمنظمو او هدفي بريدونو پراخه انديښنه ښودلى شي، دعيسويي تشويش يوه نړيواله امريکايي غيردولتي ډله( ايي سي سي) وايي افغان عيسويان په ځانګړې توګه تر ګواښ لاندې دي.
دايي سي سي دمينځني ختيځ پروګرم منيجر امريکا غږ ته ويلي “” ايي سي سي دهاغو ګڼو کورنيو سره نيغ په نيغه په رابطه کې ده چې دطالبانو څخه پټې شويدي ، ځينې پکې دډير سخت حالت سره مخ دى، چې طالبان په ټولو ګاونډونو او يا ولسواليو کې ( دهغوي په ضد) عمليات ترسره کوي.
يواځينى پيژندلى افغان يهودي زيبلون سايمنټوف تيرکال دستمبر کې له دغه هيواده وتلى وى.
هم په دغه وخت کې دسلګونو په شمير کې دويرې ښکار افغان سکهانو او هندوانو ملک پريښى، په يو وخت کې په افغانستان کې دسکهـ ورورولۍ دغړو شميره دوه نيم لکه وه چې اوس دسکهانو او هندوانو شميره 300ؤ ته راکمه شوې او دمعلوماتو له مخې يې افغانستان پريښى دى.
په افغانستان کې دعيسويت په اړه په باضابطه توګه کومه ډيټا په لاس کې نشته خو يو ايس سي ايي ار ايف دايي سي سي له قوله معلومات ورکړي چې په دغه هيواد کې دلسو زرو څخه تر دولسو زرو پورې کسان عيسويت ته اوړيدلي دي.
دطالبانو يو وياند انعام الله سمنګاني امريکا غږ ته ويلي په افغانستان کې عيسويان نشته، دلته کله هم عيسويي اقليت نه دى پيژندل شوى او نه يې هم اندراج شويدى.
هغه وويل په افغانستان کې يواځې دسيکهانو او هندوانو اقليت شته چې په بشپړه ازادۍ او خونديتوب سره خپل مذهبي عمل ترسره کوي.
سمنګاني دا نه ده سپينه کړې چې که چرې طالبان هاغه افغانان ومومي چې عيسويت ته اوړيدلي وي نو څه به ورسره کوي خو په افغانستان کې مذهب پريښودل تل ارتداد ګڼل او يو قابل سزا جرم دى.
په کال 2006م کې يو افغان تن، عبدالرحمان، چې عيسويت ته اوړيدلى و، په کابل کې ديوې محکمې له لوري ورته دمرګ سزا اورول شوې وه خو دامريکايي حکومت له لوري دسخت سفارتي فشار وروستو دغه ته اټلي ته تللى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button