پاکستانمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې عمليات، دوه ترهه ګر ووژل شول

دافغانسان پولې ته څيرمه دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ دترهه په ضد عمليات ترسره کړي چې پکې دوه ترهه ګر وژل شويدي.
په دې اړه دپوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار له لوري دجاري کړى شوي بيان له مخې دغه عمليات دشمالي وزيرستان په بويا سيمه د16مې او 17مې مئ په مينځ شپه کې ترسره شويدي؟
دايي ايس پي ار وينا ده چې په وژل شوو ترهه ګرو کې رشيد عرف جابر او عبدالسلام عرف چمټو شامل دي چې تعلق يې دغيرقانوني ګرځول شوې ترهه ګريزې ډلې ټي ټي پي سره ؤ.
په شمالي وزيرستان کې دپوځ لخوا دغه عمليات دوه ورځې وروستو له هغې ترسره شول چې په شمالي وزيرستان کې ديو ځانمرګي بريد له امله دپاک پوځ درې ځوانان او درې ماشومان ووژل شول.
په دې وروستيو کې په خېبرپښتونخوا کې په ترهه ګريزو بريدونو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.
دوه ورځې دمخه پېښور کې وسله والو دوه سيکهان وژلي وؤ دکومو دوژنې ذمه واري چې تيره ورځ داعش ډلې ومنله.
همدغه راز تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) له دې وړاندې دوزيرستان په ګډون دهيواد په نورو برخو کې هم په امنيتي ځواکونو دبريدونو ذمه واري منلې ده.
پاکستاني چارواکي دريځ لري ټي ټي پي دپولې پورې غاړې افغانستان کې له خپلو خوندي ځالو څخه په قبايلي سيمو کې دپاکستان په پوځ بريدونه ترسره کوي.
اسلام اباد له دې وړاندې په کابل کې په طالب چارواکو ټينګار کړى چې بايد په سرحدي سيمو کې موجود ترهه ګر کنټرول کړي او په ضد يې کلک اقدامات وکړي.
پاکستان او امريکا ټي ټي پي دترهه ګريزو ډلو په فهرست کې شامل کړې ده.
تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو په پاکستان کې دټي ټي پي په بريدونو کې اضافه راغلې ده،تشدد په ټول پاکستان کې په ګڼ شمير کې پوځيان وژلي او ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې يې دتاوتريخوالي سره مخ کړيدي.
اسلام اباد په دې وروستيو کې مياشتو کې دټي ټي پي سره په کابل کې دنوو واکمنانو په مينځګړب خبرې کړي ترڅو دترهه ګرو بريدونو خاتمه وکړى شي خو دغه مذاکرات دکومو ګټورو نتيجو ورکولو کې ناکامه شويدي.
پاکستاني چارواکي وايي دافغانستان اړخ ته اوس هم په دې اړه دپاليسۍ سپينولو کمى دى چې بايد دافغانستان څخه بهر فعاليتونو کوونکې ټي ټي پي او نورې ډلې څنګه قابو کړى شي، سره ددې چې هغوي نړۍ ته څو واره باور ورکړى چې هغوي به دافغان خاورې دنورو هيوادونو په ضد دکارول کيدو اجازه نه ورکوي.
يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته څو ورځې دمخه ويلي وو طالبانو هغوي ته څو کرته ويلي چې صبر دي وکړي او هغوي ته دټي ټي پي ددې معاملې په هواري کې دنور وخت ضرورت دى.
خو هغه ويلي وو هرکله چې په پاکستاني پوځيانو تقريباً دروزانه په اساس خونړي بريدونه ترسره کيږي نو نه پوهيږي چې په عملي توګه دصبر څخه دهغوي څه مطلب دى.
هغه ويلي وو چې دټي ټي پي مشران دخپلو کورنيو سره په افغانستان کې پخپلو ځالو کې مېشته دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button