پاکستانمهم خبرونه

ملکي تاريخ کې ډالر په لمړي ځل195 روپو او 74 پېسو ته ورسيدو

دډالر الوت پرله پسې روان دى او دنهې په ورځ يوځل بيا دډالر نرخ   کې ديوې روپۍ او 56 پېسو داضافې له امله  ډالر 195 روپو او74  پېسو دملکي تاريخ ترټولو لوړې کچې ته رسيدلى دى.

  دکاروباري  اوونۍ  په دوهمه ورځ نن ډالر په انټربينک مارکيټ کې نور  يوه روپۍ او 56  پېسې ګران شوى دکوم وروستو چې يې نرخ  195 روپو او 74 پېسو ته ورسيدو، همدغه شان په پرانستي بازار کې دډالر په نرخ کې ديوې روپۍ او 50 پېسو اضافه شوې او نرخ يې د  199 روپو نوې لوړې کچې ته رسيدلى دى.

 يوه ورځ دمخه دګل په ورځ په انټر بينک مارکيټ کې دډالر په نرخ کې ديوې روپۍ او 66 پېسو اضافه شوې وه او دکاروبار په بنديدو يو ډالر په 194 روپۍ او 18 پېسې تړل شوې وې.

 دڅيړونکو وينا ده  دملکي زرمبادلې ذخيرې هم د22ؤ مياشتو ترټولو کمې کچې ته راغلي او وايي   دزرمبادله ذخيرو کې  پرله پسې کمى درامد بل کې دريکارډ اضافې پشان عوامل دي چې ورسره دډالر په طلب او رسد کې توازن خراب شوى او دډالر دقدر دزياتيدو علت جوړ شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button