افغانستانمهم خبرونهنړۍ

هند دلوړپوړو ډيپلوماټانو پرته کابل کې دسفارت په بيا پرانستو غور کوي،راپور

دهند انډين ټوډى ورځپاڼې پخپل يو راپور کې ليکلي هند دلوړې کچې دډيپلوماټيکي استازيتوب څخه پرته په افغانستان کې زر دخپللې سفارتخانې دبيا پرانستو په امکان غور کوي.
ورځپاڼې دعوه کړې ده چې دهند دامنيتي چارواکو يوې ډلې دفرورۍ په مياشت کې دکابل سفر کړى و ترڅو دځمکني وضعيت جاج واخلي.
سرچينو ورځپانې ته ويلي ( دسفارتخانې) دبيا پرانستو په پلان کې دلوړې کچې دډيپلوماټانو ليږل نه دي شامل، سفارتخانه به يواځې درابطې دمقصدونو لپاره دعملې سره په ممکنه توګه پرانستل شي چې کومه چې وروستو دکونسلر دخدماتو پورې وروستو غځيدى شي، خو ددې مطلب به دطالبانو درجيم په رسميت پيژندل نه وي.
هند په کابل کې تيرکال داګست په مياشت کې په 15مه نېټه دطالبانو په افغانستان دواکمنيدو دوه ورځې وروستو داګست په 17مه نېټه خپله سفارتخانې تړلې وه، ورځپاڼه ليکي له هغې وروستو هند په دې خبره بحث کوي چې ايا دغه يوه سمه پريکړه وه که نه،راپور کې ويل شويدي چې دامنيتي اسټيبلشمنټ او بهرنيو چارو دوزارت ځينې برخې په دي نظر دي چې هلته( کابل) د(کار) ددوامداره ساتلو له امله به دهندي پرسونل ژوند په خطره کې اچول شوى وى او د1998 هاغه پېښې ته يې اشاره کړې چې پکې طالبانو دخپلې تيرې واکمنۍ په مهال دايران په مزار شريف قونصل خانه کې ايراني ډيپلوماټان تښتولي وؤ، او بيا يې پته ونه لګيده.
نور په دې نظر دي چې دخپل سفارت دتړلو له امله هند په سيمه ييزو هيوادونو کې تنها شوى چې په کابل کې يې هيڅ استازيتوب نشته، دګل په ورځ چې په نوي ډيلي کې دشنګهايي دمرستې دډلې دسيمه ييزې ترهه ګرۍ دمخنيوي دساخت ډلې ليدنه وکړه، چې پکې افغانستان په ايجنډا کې ترټولو په سر کې و، کوربه هيواد هند په ميز هاغه يواځينى هيواد و چې په کابل کې يې تر دې مهاله خپل سفارت بيا نه دى پرانستى.
دغه کابل ته دستنيدو په اړه په غور کې دنوي ډيلي لپاره مرکزي عامل دى، په راپور کې ويل شويدي چې هلته( کابل کې) دمتحده عرب اماراتو په ګډون خواوشا 16و هيوادونو خپلې سفارتخانې بيرته پرانستي ، نظر دا دى چې بايد هند هم پخپله ګټه دغسې کولو ته اړتيا لري.
دطالبانو واک ته درسيدو په مهال پاکستان، چين، روس او ايران خپلې سفارتخانې نه وې تړلې.
ورځپاڼې پخپل راپور کې ليکلي دغه هيوادونه دطالبانو په واکمنۍ کې افغانستان کې دځانونو لپاره مرکزي کردارونه ويني او وړاندې يې دځانونو ايښودل پيل کړيدي، دمرکزي ايشيا ټول پينځه واړه هيوادونه دطالبانو درجيم سره ډيپلوماټيکي اړيکې لري، امريکا دقطر سره داپريل په مياشت کې په يو تړون لاسليک کړى و او دغه هيواد يې دخپلو ګټو لپاره حفاظت کوونکى طاقت جوړ کړى و،متحده عرب امارات او سعودي عرب هم ورستانه شويدي خو چا هم تر دې مهاله دطالبانو حکومت په رسميت نه دى پيژندلى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button