پاکستانسیاستمهم خبرونه

شهبازشريف دهيواد په اقتصادي وضعيت ايتلافي مشرانو سره نن مشوره کوي

وزيراعظم شهبازشريف دهيواد په مجموعي سياسي او معاشي وضعيت ايتلافي ګوندونو سره ګډه مشاورتي غونډه نن دنهې په ورځ رابللې ده چې پکې دهيواد دمعاشي وضعيت حل او نوو ټاکنو ترسره کولو يا نه ترسره کولو په اړه مهمې پريکړې متوقعې دي.
له دې وړاندې په لندن کې پخواني وزيراعظم او خپل مشر ورور شهبازشريف سره په ملکي او قامي معاملو دمهمو صلاح مشورو وروستو دګل په ورځ شهبازشريف راستون شوى وو او دايتلافي ګوندونو دمشرانو سره يې په بيلا بيلو ليدنو کې هغوي په لندن کې دترسره شوو پريکړو په اړه خبر کړي وؤ.
دا غونډه په داسې حال کې رابلل شوې ده چې دشهبازشريف په حکومت په ګڼو مهمو معاملو پريکړو کې دځنډ او دقام په باور کې نه اخستو تور لګولى شي.
دوزيراعظم ددفتر له مخې شهبازشريف دمتحده قومي موومنټ( ايم کيو ايم) خالد مقبول صديقيو دجمعيت علمايى اسلام(جى يو ايي) مشر مولانافضل الرحمان او دپيپلز ګوند صدر اصف علي زرداري سره ايي ايم ايف سره مذاکراتو او دپيټروليم مصنوعاتو دنرخونو په اړه مشوره کړې ده.
دسرچينو وينا ده وزيراعظم شهبازشريف دملک معاشي وضعيت دمولانا فضل الرحمان په وړاندې ايښودى او دايي ايم ايف سره په مذاکراتو يې دهغه څخه ملاتړ غوښتى، په کوم چې مولانا فضل الرحمان دخپل ګوند سره له صلاح مشورې وروستو دځواب ورکولو وينا کړې ده.
دميډيا راپورونو له مخې وزيراعظم شهبازشريف وزيراعظم شهبازشريف د انتخابي اصلاحاتو او ټاکنو په اړه هم ايتلافيانو سره خبرې اترې کړي خو دحکومتي اتحد له لوري دڅه رقم حتمي پريکړو اعلان تراوسه نه دى شوى.
دايم کيو ايم مرکزي مشر خالد مقبول صديقي هم وزيراعظم شهبازشريف سره ليدنه کړې او هغه ته يې ويلي هم نوې ټاکنې دمسلو حل دى
په ډاګه دې وي چې په پاکستان کې دخرابيدونکي معاشي حالت، سټاک مارکيټ بدحالۍ اوډالر دالوت له امله که يو لوري ته په ملکي معيشت بدې اغيزې کيږي نو بل اړخ ته په شهبازشريف حکومت دمخالف ګوند تحريک انصاف او مبصرينو له لوري نيوکې کيږي.
دتحريک انصاف وياند فوادچوهدري په ډاګه کړې ده چې بايد روانه اوونۍ کې اسمبلۍ ماتې او دستمبر تر مياشتې ټاکنې ترسره کړى شي ځکه چې په ځينو سيمو کې داکتوبر نه موسم شدت اختياروي او دټاکنو ترسره کول بيا ګرانيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button