انټر بينک کې ډالر 194 روپو ته ورسيدو
په انټربينک کې ډالر ديوې روپۍ او 30 پېسو ګرانيدو وروستو 194 روپو ته رسيدلى دى.
دموجوده حکومت دراتللو څخه وروستو دډالر په نرخ کې تراوسه د11ؤ روپو او 7ؤ پېسو اضافه شوې ده او په يوه نيمه مياشت کې په پاکستان دقرضونو بوجهـ14ؤ سوؤ اربو روپو ته رسيدلى دى.
له دې وړاندې دپخواني حکومت دواکمنۍ په مهال هم په پاکستان کې دروپۍ په قدر کې پرله پسې کمى او دډالر نرخ مخ په بره روان ؤ.
په پاکستان کې څيړونکي دهيواد په درامد بل پرله پسې دانديښنې څرګندونه کوي.
دفوريکس ايسوسي ايشن پاکستان( ايف اى پي) له مخې دډالر په نرخ کې دنور ديوې روپۍ او 30 پېسو اضافه شوې چې ورسره دډالر نوى نرخ 194٫30 روپو ته رسيدلى دى.
دغه پرمختګ په داسې حال کې کيږي چې په تيره يوه اوونۍ کې دروپۍ قدر ترټولو کوزې کچې ته رسيدلى و، چې په علتونو کې يې دهيواد زياتيدونکى درامدي بل شامل دى.
دايف اى پي وروستنۍ ډيټا په ډاګه کوي چې ډالر په تيرو پينځوو ورځو کې دروپۍ په مقابله کې ريکارډ لوړې کچې ته رسيدلى، دتيرې نهې په ورځ نړيواله کرنسي په انټر مارکيټ کې 188٫66 روپو ته رسيدلې وه، وروستو دشورو په ورځ 190٫90، دزيارت په ورځ د192 روپو څخه اوښتې وه او دجمعې په ورځ ډالر 193 اعشاريه 10 روپو ته رسيدلى و.
موجوده حکومت چې داپريل په 11مه نېټه جوړ شو نو په هاغه وخت کې دډالر نرخ 182٫3 روپۍ و چې له هغې وروستو روپۍ 11٫2 راکمه شوې او يا يې 6٫2 فيصده خپل قدر دلاسه ورکړيدى.
دانګريزۍ دډان ورځپانې دراپور له مخې په لمړۍ جولايي 2021م کې دموجوده مالي کال دپيل کيدو څخه راپديخوا دډالر په مقابله کې روپۍ خپل 18٫17 فيصده خپل قدر بايللى دى.
په راپور کې ويل شويدي چې دروپۍ دزوال بنيادي علت ددرامداتو بې قابو اضافه او په برامداتو کې دپرمختګ کم رفتاري ده، ددې څخه دتجارتي خسارې عکاسي کيږي کومه چې په جولايي-اپريل کې 39 بلينه ډالرو ته رسيدلې ده.
همدغه راز دمرکزي بانک دزرمبادله خارجه ذخيرې 10٫3 بلينه ته راغلي کومې چې دجون 2020م څخه ترټولو کوزه کچه ده.