پاکستانمهم خبرونه

دځمکې پسر شخړه کې دډزو له امله درې کسان وژل شوي

دپوليسو وينا ده چې پېښور کې دځمکې په شخړه دډزو په يوه پېښه کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي او يو بل ژوبل شويدى.
دپوليسو له مخې دګل په سحر وختي دناصر باغ تاڼې حدودو ميا خان ګړهۍ کې دوؤ ډلو نظر ګل او کاکي جان دځمکې په شخړه په يو بل ډزې کړيدي چې له امله يې ديوې ډلې څخه دستانه ګل او نور زيب په نوم کسان او دبلې ډلې څخه بهار علي نومې تن وژل شويدي، په پېښه کې دراحت په نوم يو تن ژوبل شوى هم دى.
دپوليسو وينا ده چې دپېښې داطلاع ترلاسه کيدو وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي او مړي دپوسټ مارټم لپاره روغتون ته رسول شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button