پاکستانمهم خبرونه

کراچۍ کې دپوليسو په ګاډي چاودنه کې يوه ښځه وژل شوې،11 کسان ژوبل

 دکراچۍ په کهارادر سيمه کې په ايم اى جناح سړک دميمن جومات سره نزدې دپوليسو په يو ګاډي  ديوې بمي چاودنې له امله يوه ښځه وژل شوې او يوولس کسان ژوبل شويدي

 دکراچۍ منتظم مرتضي وهاب  په دغه چاودنه کې ديوې زنانه دوژل کيدو او ١١و کسانو دژوبل کيدو پخلى کړى دى، دوژل شوې زنانه پيژندګلو دثانيه خالد په نوم سره شوې ده.

مرتضي وهاب ويلي ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره  دسول هسپتال تراما سينټر ته منتقل کړى شويدي، دډاکترانو له مخې دڅلورو کسانو حالت نازک دى او ددريوو حالت دخطرې څخه بهر دى.

 دکراچۍ پوليسو په يو بيان کې ويلي ايي اي ډي چاودنه بولټن مارکيټ کې شوې ده.

بيان کې ويل شويدي چې په چاودنه کې دپوليسو يو  ګاډي او نورو ګاډو ته هم زيان رسيدلى دى.

 دپوليسو وينا ده چې دپېښې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي او دپېښې پلټنې يې پيل کړيدي.

له دې وړاندې يو سيمه ييز پوليس افسر زبير خان ويلي وو دصديقي حلوايي سره نزدې دکاغذي بازار ترڅنګ دپوليسو يو ګادى ولاړ و چې يو موټرسايکل په ټکر ووهلو، چې له امله يې چاودنه وشوه.

بل اړخ ته وزيراعظم شهبازشريف  دکراچۍ دچاودنې غندنه کړې او ويلي يې دي  دولس دځان ومال ددښمنانو په ضد به کلک اقدامات کولى ي.

وزيراعظم پېښه کې دککړو عناصرو دزر تر زره نيولو امر کړى او دسندهـ حکومت ته يې باور ورکړى چې  وفاقي حکومت به ورسره په دې اړه کوټلې مرسته کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button