مهم خبرونهنړۍ

امريکا کې په دويمه ورځ هم دډزو پېښه،چرچ کې دبريد له امله يو تن مړ

امريکا کې پرله پسې په دوهمه ورځ هم دډزو په يوه پېښه کې داتوار په ور هاغه مهال يو تن وژل شوى او پينځه ژوبل شوي چې د کيلي فورنيا رياست لګونا وډز ښار کې يو مشکوک تن په يو چرچ کې ډزې وکړې،بل اړخ ته دامريکا ولسمشر جوبايډن کرکه ددغه هيواد په روح داغ ګرځولى دى.
دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس له مخې داورنج کاونټي شيرف محکمې چارواکو ويلي دلاګونا وډز ښار جنيوا پريسبيټيرين چرچ کې دډزو له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ژوبل شويدي، يو تن معمولي ژوبل شويدى.
انډر شريف جيف هالاک ويلي په چرچ کې دډزو کوونکو ايشيايي ملزم عمر 60 کاله دى او دپېښې له ځايې څخه دوه لاسي بمونه ترلاسه شويدي.
هغه ويلي دډزو مقصد په سملاسي توګه نه دى معلوم شوى خو دپلټونکو وينا ده بريدکوونکى هم ددغه سيمې اوسيدونکى دى.
داورنج کاونټي شيرف وياند کيري برون ويلي دا مهال دچرچ دننه دموجودو کسانو اکثريت دتايواني وګړو دى.
دچارواکو وينا سحر مهال دچرچ له عبادت وروستو د30ؤ څخه تر 40ؤ پورې کسان دغرمې دډودۍ لپاره ناست وؤ چې دغرمې خواوشا يوه نيمه بجه ډزې وشوې.
دقانون پځايې کوونکو ادارو عسکر چې دغلته ورسيدل نو په چرچ کې موجودو خلکو ټوپک لرونکى تن تړلى او نيولى و.
دپوليس چارواکي جيف هالاک وويل فکر کوي دچرچ دخلکو دغه ډلې دمشکوک تن په نيولو سره غيرمعمولي مړانه ښودلې او نوره مرګ ژوبله يې ودرولې ده.
دکيليفورنيا ګورنر ګيون نيوزوم دفتر په ټويټر ليکلي هغوي په وضعيت ژور نظر ساتلى دى.
يوه ورځ وړاندې هم دامريکې دنيويارک رياست بفيلو ښار کې يو اتلس کلن سپين پوستي بريدکوونکي په سپر مارکيټ کې لس کسان په ډزو وژلي وو چې پکې اکثريت دتورپوستو ؤ.
امريکايي ولسمشر جوبايډن په دغه بريد دافسوس څرګندونه کړې او دقربانيانو لپاره يې دعا کړې وه.
واشنګټن کې داتوار په ورځ دقانون پځايې کوونکو يوې کليزې دستورې ته په وينا کې امريکايي ولسمشر ويلي ټولو ته به په ګډه ددغه کرکې مخه نيول وي کوم چې دامريکا په روح يو داغ جوړ شويدى، هغه وويل ” زمونږ زړه يوځل بيا دروند دى خو عزم مو کمزورى کيدل نه دي پکار”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button