افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبانوپه لمړي کال د501 ملينه ډالرو دخسارې بجټ وړاندې کړو

 په افغانستان کې واکمنو طالبانو چې  دروان مالي کال کوم بجټ وړاندې کړى هغه د44 بلينه افغانيو او يا 501 ملينه امريکايي ډالرو دخسارې سره مخ دى،طالب چارواکو  دا نه ده سپينه کړې چې  دامدن او مصرف ترمينځ  دپېسو دکمي دغه خلا څنګه پوره کوي؟

 درويټرز خبري ادارې دراپور له مخې  دطالبانو دريس الوزرا مرستيال  عبدالسلام حنفي  تيرکال  داګست په مياشت کې په افغانستان دواکمنيدو وروستو دطالبانو دلمړي  کليز بجټ داعلانولو په مهال  وويل  حکومت د231.4 بلينه افغانيو دلګښت او  د186.7 بلينه افغانيو دکورني امدني اندازه لګوي.

 دطالبانو دماليې دوزارت وياند احمد ولي حماض  ويلي  دکسټمز، وزارتونو او ماينونو له محکمو څخه   به امدن ترلاسه کيږي.

 په 2001ء کې دامريکا او دهغوي دايتلافيانو له لوري په کابل کې دطالبانو دحکومت دتختې اړولو څخه راپديخوا په جګړه ځپلي هيواد کې ټولو حکومتونو زياتره په بهرنۍ مرسته اډاڼه کړې ده،په اګست کال 2001ء کې  له دغه هيواد څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو وروستو دپخواني ولسمشر اشرف غني حکومت رانسکور شو او طالبان پکې يوځل بيا واک ته ورسيدل.

 نړۍ تر دې مهاله دطالبانو سخت دريځى  حکومت  په رسميت نه دى پيژندلى، دغه هيواد دا مهال  دسختو امنيتي او اقتصادي کړکيچونو سره مخ دى،  مرستندويه ادارې پلان په دې فکر کې دي چې بايد څنګه  مرستو ته دطالبانو دلاسرسي څخه پرته د50 ملينه افغانانو ملاتړ وکړي.

حنفي ويلي چې دهغوي دروان اقتصادي کال بجټ به دراتلونکې فرورۍ پورې وي  کوم چې  دوزيرانو کونسل او دطالبانو  مشر هبة الله اخندزاده منظور کړى.

هغه ويلي په پرمختيايي کارونو به 227.9 بلينه افغانۍ مصرف راځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button