مهم خبرونهنړۍ

امريکا: دسپين پوستي تن په بريد کې 10 کسان وژل شويدي

 دامريکايي چارواکو وينا ده  دنيويارک رياست په بفيلو ښار کې  دکرکې په اساس ترسره شوي جرم کې يو اتلس کلن سپين پوستي بريدکوونکي په يو سپر مارکيټ کې ډزې کړي چې له امله يې 10 کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شويدي.

 دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس  دراپور له مخې  بريدکوونکي دخالي په ورځ وسله راخستې او دپوځي طرز په دريشۍ کې ټاپس فرينډلي مارکيټ ته رسيدلى چرته چې هغه پارکنګ او وروستو سټور ته دداخليدو په ترڅ کې دسپر مارکيټ په عملې او زياتره تورپوستو خريدارانو ډزې کړيدي.

 دچارواکو وينا ده بريدکوونکى هيلمټ اغوستى و  چې پکې  دنصب کيمرې دلارې هغه په ايپ ټويچ دبريد نيغ په نيغه سټريمنګ کولو، پليټ فارم لږ ساعت وروستو دهغه نيغ په نيغه سټريم بند کړو.

 دپوليسو له مخې  هغه دپوليسو په وړاندې دوسلې غورځولو څخه دمخه 11 توپوستي او دوه سپين پوستي کسان په ډزو ويشتلي.

 دمشکوک بريدکوونکي پيژندګلو دپيټن ګينډرون په نوم شوې ده څوک چې  دبفيلو څخه 320 کلو ميټره لرې  دکونکلن، نيويارک اوسيدونکى دى.

درياستي چارواکو وينا ده بريدکوونکى دڅو ګينټو دسفر کولو وروستو دبريد لپاره دغلته  رسيدلى و، خو اوس مهال لا نه ده په ډاګه چې هغه دغه بريد ولې کړيدى.

 دخبري ادارى اى ايف پي ترمخه دبفيلو پوليس کمشنر جوسف ګرميګليه  ميډيا ته ويلي  بريدکوونکي دسټور څخه بهر څلور کسان په ډزو ويشتلي چې پکې دريوو خپل ژوند دلاسه ورکړيدى.

هغه وويل دسټور امنيت ساتونکى، دبفيلو پوليسو ريټايرډ شوى افسر و او هغه دبريدکوونکي دمخې نيولو لپاره په هغه ډزې کړي  خو بريدکوونکي بلټ پروف واسکټ اچولى و نو ځکه ورته زيان نه دى رسيدلى.

 دپوليس کمشنر جوسف ګريميګليه وينا ده بريدکوونکى ساتونکى وژلى  او بيا سټور ته په داخليدو يې په نورو خلکو هم ډزې کړيدي.

هغه وويل پوليسو چې دسټور په يو لين کې  دهاغه تعاقب وکړو نو هغه ټوپک پخپل مرۍ کېښودو خو پوليس عسکرو هغه پوهه کړو او دګولۍ چلولو څخه يې منعې کړو.

دايف بي ايي بفيلو دفتر مشر  ځانګړي ايجنټ سټيفن بيلونګيا ميډيا ته ويلي دډزو دپېښې پلټنې  دکرکې دجرم په توګه کولى شي.

هغه ويلي  ددې پلټنې دکرکې په جرم او دنسل پرستۍ څخه دډک تشدد او انتها خوښۍ په توګه کوري.

 داى پي له مخې دبفيلو مير بايرن براون  ويلي  دا دهرې ورورولۍ لپاره ترټولو بد خوب دى او هغوي تردې مهاله په تکليف کې دي ، هغوي چې کوم تکليف احساسوي دهغې  ژورتيا نه شي بيانيدى.

بل اړخ ته دسپينې ماڼۍ وياندې کرين جين پير ويلي ولسمشر جوبايډن ته په دې اړه تازه  احوال ورکولى شي  او هغه دلمړۍ ميرمنې سره دوژل شوو او ژوبل شوو او دهغوي دعزيزانو لپاره دعا کړې ده.

 درويټرز له مخې عيني شاهد شونيل هيرس چې په مارکيت کې منيجر دى، بفيلو نيوز ته ويلي هغه تر 70ؤ دډزو غږونه اوريدلي  او دسټور ددوهمې دروازې څخه دتېښتې په هڅه کې څو ځله راغورځيدلى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button