پاکستانقبائلمهم خبرونهنړۍ

سږکال په پاکستان دشمالي وزيرستان څخه دپوليو دريمه پېښه هم مخې ته راغله

پاکستان کې سږکال دپوليو دريمه پېښه مخې ته راغلې ده چې ورسره  دپوليو دمخنيوي دخاتمې  هڅو ته زيان رسيدلى دى.

 دروغتيا دوزارت وياند دپوليو ددريم کيس مخې ته دراتللو پخلى کړى او ويلي يې دي  په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې  په يو ماشوم کې دپوليو پخلى شويدى.

 تر پينځلسو مياشتو دپوليو څخه دپاک هيواد په توګه دپاتې کيدو وروستو  په پاکستان کې داپريل په 22مه او 30مه دشمالي وزيرستان څخه دپوليو وايرس دوه پېښې  رپورټ شوې وې، ددغو دواړو  اغيزمنو شوو ماشومانو تعلق  دشمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل سره و.

 دجنورۍ په ٢٧مه پاکستان دپوليو دکوم کيس مخې ته دراتللو څخه پرته يو کال تير کړى و، په 2021م کې يواځينى کيس دبلوچستان څخه مخې ته راغلى و او نورې ټولې صوبې  او سيمې ددغه وايرس څخه پاکې شوې وې.

دروغتيا دوزارت وياند ويلي  سږکال دپوليو دريم کيس مخې ته راتلل ډير تشويشناک دى.

 دروغتيا دوزارت وزير عبدالقادر پټيل په دغه اړه ويلي  دقام په حېث  دپوليو نه ختميدل يوه لويه الميه ده او زياته کړې يې ده چې  “دپوليو يوه پېښه هم زمونږ لپاره لويې زيان دى”

عبدالقادر پټيل ويلي  ماشومانو ته دې دپوليو  دمخنيوي په هر مهم کې حفاظتي قطرې ضرور ورکړى شي، هغه ويلي دپوليو وايرس دمخنيوي لپاره بيړنۍ توګه داقداماتو لړۍ دوام لري.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button