لوبېمهم خبرونهنړۍ

داسټريلوي کرکټر اينډريو سايمنډز په مرګ دکرکټرانو خفګان

داسټريليا  يو پخوانى کرکټر اينډريو سايمنډز  په يوه ټريفکي پېښه کې  د46 کلونو په عمر کې مړ شويدى دکوم وروستو چې دهغه په مرګ دغمرازۍ لړۍ دوامداره ده.

داسټريليا کرکټ بورډ دخالي په په شپه  دهغه داسټريليا په ټاونس ول سيمه کې دګاډي په يوه پېښه کې دمړينې خبر ورکړيدى.

 داسټريلوي پوليسو له مخې  هغوي ته له لمړو معلوماتو څخه معلومه شوې ده چې دشپې يوولس بجې وروستو  هغه پخپل ګاډي کې دايلس ريور برج سره نزدې په هيروى رينج سړک سفر کولو چې  ګاډى يې دسړک څخه اخوا شو او واوړيدو.

 دهغه دمرګ په خبر پاکستاني لوبغاړو هم  دافسوس څرګندونه کړې ده.

دپاکستان پخواني تيزرفتاره باولر شعيب اختر پخپل يو ټويټ کې ليکلي  ددغه خبر په اوريدو ورته صدمه رسيدلې ده، شعيب اختر ليکلي” زمونږ دميدان دننه او دميدان څخه بهر ښې اړيکې وې، دهغه دکورنۍ لپاره زما دعاګانې ”

همدغه شان احمد شهزاد دهغه په مرګ  پخپل يو ټويټ پيغام کې ليکلي ” په ميدان کې به دهغه تل يو غوره شتون و، کله مې فکر نه و کړى چې ته به دومره زر لاړ شې”

  اسټريلوي کرکټ سايمنډز ديو اتل او اسټريلوي کرکټ ترټولو باصلاحيته ال راونډرانو څخه يو بيان کړيدى.

هغه داسټريليا لپاره  198 يو ورځني  نړيوال ميچونه لوبولي  او  ددوو نړيوالو کپونو په ګټلو کې يې مهم کردار ادا کړى و.

 له ريټاريمنډ وروستو سايمنډز دکرکټ براډکاسټرانو لپاره يو نامتو تبصره کوونکى جوړ شوى و.

پخواني انګريز کرکټر مايکل وان ويلي حقيقت نه ښکاري

 دسري لنکن ټيم لاپره لوبيدونکي اينجلو ميتهيوز دا حيرانونکى خبر ګرځولى دى.

 پخواني اسټريلوي  کپتان ايلن بارډر ويلي  سايمنډز به بال ډير لرې وهلو او يواځې لطف به يې وړاندې کول غوښتل.

 دسايمنډز دخپل کرير په پاې دکرکټ چارواکو سره  ځينې شخړې هم پيدا شوې وې، په 2008م کې  ديوې ټيم غونډې کې دګډون پځايې دکبانو نيولو لپاره په تللو هغه دبنګله ديش په ضد داسټريليا يو ورځني  سيريز څخه ويستل شوى و.

 هغه د2009م ټي ټوينټي نړيوال کپ څخه دمخه  دشرابو په اړه دټيم دقوانينو په سرغړونه  دنظم وضبط داقدام سره مخ شوى و.

 دهغه ناڅاپي مرګ دليګ سپنر شين وارن په مارچ کې تهايي لينډ کې دناڅاپي مرګ وروستو داسټريلوي کرکټ لپاره يوه بله تکليف ورکوونکې ضربه ده.

 وکټ کيپر راډ مارش هم په مارچ کې د74 کلونو په عمر کې مړ شوى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button