پاکستانقبائلمهم خبرونهنړۍ

شمالي وزيرستان : ځانمرګي بريد او ډزو کې دپوځيانو په ګډون 10 کسان وژل شوي

دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې په پاکستاني پوځيانو يو ځانمرګي بريد او دډزو په يوه بله پېښه کې ددريوو پوځيانو په ګډون 10 کسان وژل شويدي  او دپوځيانو په ګډون اووه کسان ژوبل شويدي.

دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار وينا ده چې  شمالي وزيرستان کې  په يو ځانمرګي بريد کې درې پاکستاني پوځيان او درې ماشومان  وژل شويدي.

دايي ايس پي ار له مخې ځانمرګي بريد دشمالي وزيرستان په ميرامشاه کې ترسره شويدى.

ايي ايس پي ار ويلي په دغه چاودنه کې شهيد شوو کې حوالدار زبير قادر او سپاهيان عزيز افسر او قاسم مقصود عمر شامل دي، دايي ايس پي ار وينا ده چې دشهيد شوو ماشومانو پيژندګلو د11 کلن احمد حسن،8 کلن احسن او 4 کلن انعام په نومونو شوې ده.

ايي ايس پي ار ويلي  استخباراتي شبکې دځانمرګي بريدکوونکي او دهغه دسهولت کارو په ضد پلټنې ترسره کوي.

 دسيمې څخه سرچينو وحدت نيوز ته وويل  دامنيتي ځواکونو په يو ګاډي  دميرعلي تحصيل دعيدک کلي سره نزدې  ځانمرګي بريد  هاغه مهال ترسره  شو کله چې هغوي په سړک ګزمه کوله.

 دسرچينو وينا ده چې په ځانمرګي بريد کې څلور پوځيان صوبيدار منير، سپاهي قاسم، لانسک نايک عزيز، سپاهي رشيد او دوه ماشومان هم ژوبل شويدي.

   مړه او ژوبل عسکر وروستو ديو پوځي هيلي کاپټر دلارې  دبنو سي ايم ايچ ته وړل شويدي او امنيتي ځواکونو په سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړيدي.

له دې وړاندې په 15م اپريل  دافغان پولې سره نزدې په شمالي وزيرستان کې  ترهه ګرو دپاک فوځ په ځوانانو بريد کړى  چې پکې  اووه پاکستاني پوځيان شهيد شوي وؤ.

بلخوا دسرچينو وينا ده چې دشمالي وزيرستان ډانډى درپه خيل  کلي کې په يو دوکان  نامعلومو وسله والو ډزې کړيدي چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او يو ژوبل شويدى.

 دسرچينو وينا ده چې په مړو شوو کې ګل نايب جان، نصرالله، غالب دين او ذوالقرنين شامل دي.

 سرچينو ويلي سحر خواوشا نهه نيمې بجې  نامعلومو وسله والو دډانډى درپه خيل نيک ولي هوټل سره نزدې ډزې وکړې

 که هر څو ددغو بريدونو ذمه واري چا نه ده منلې خو  په شمالي وزيرستان کې  دپاک پوځ په ځوانانو ځانمرګي بريد په داسې حال کې شويدى چې په تيرو ورځو کې  دټي ټي پي له لوري  دپاکستان حکومت سره  دمئ تر 16مې نېټې  اوربند وغځولى شو.

طالبان او دپاکستان پوځ  دوړوکي اختر په مناسبت  دلسو ورځو لپاره اوربند ته رسيدلي وؤ، ددغه اوربند شرايط نه خو دپوځ او نه هم دټي ټي پي له لوري جاري کړى شويدي.

 وروستو له هغې چې دپوځ له لوري  دسيمې څخه دترهه ګرو دله مينځه وړلو لپاره دسيمې خلکو ته له وتلو امر وشو  دمئ په 7مه نېټه په جنوبي وزيرستان کې يوه جرګه ترسره شوې وه چې پکې  دپوځ اؤ ټي ټي پي ترمينځ دسولې  دخبرو ترسره کولو لپاره يوه 35 کسيزه کميټي جوړه کړى شوې وه.

پوځ   محسود قبيلې ته  امر کړى و چې  دترهه ګرو په ضد دعملياتو لپاره دې سيمه خالي کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button