افغانستانپاکستانمهم خبرونه

پاکستان او افغانستان دملګرو ملتونو داوچکالۍ څخه اغيزمنو هيوادونو په فهرست کې شامل

 دملګرو ملتونو له لوري په جاري کړى شوي يو راپور کې  ويل شوي پاکستان او افغانستان  په هاغو 23و هيوادونو کې شامل دي چې دتيرو دوو کلونو په مهال داوچکالۍ  دوضعيت سره مخ پاتې شويدي.

دانګريزۍ ژبې ډان ورځپاڼې  دراپور له مخې  دملګرو ملتونو شاړيدو دمخنيوي  دکنونشن ( يو اين سي سي ډي) له لوري  دملګرو ملتونو دشاړيدو او اوچکالۍ  دنړيوالې ورځې  يعنې 17م جون څخه دمخه جاري کړى شوي راپور کې ويل شويدي  چې دتيرې پيړۍ په مهال داوچکالۍ له امله ترټولو زيات داسيايي هيوادونو وګړي اغيزمن شويدي.

 دملګرو ملتونو له لوري جاري کړى شوې پلټنې له مخې  کوم هيوادونه چې  داوچکالۍ دوضعيت سره مخ دي په هغوې کې افغانستان، پاکستان،ايران، عراق،قازقستان، شام، امريکا، قازقستان، کينيا، ليستوهو، مالي، موريطانيه، مدغاسکر، ملاوي، موزمبيک، نايجر، صوماليه، جنوبي سوډان  او زيمبيا شامل دي.

 دراتلونکي دحالاتو په اړه راپور کې د2025م نتيجې او په دې کې دشاملو ګواښونو دپيشګويۍ  کولو په ترڅ کې ويل شويدي 2050م پورې اضافي 40 لکه مربعه کلو ميټره قدرتي  سيمو( کومې چې دهند او پاکستان دحجم برابرې دي) پځايې کولو لپاره به يې اقداماتو ته اړتيا وي، دکوم لاندې چې به دسيمو دژغورنې اقدامات غځولى شي.

په راپور کې ويل شويدي  دځمکې 40 فيصده کچه ويرانۍ ښکار ده کومه چې نيغ په نيغه  دبشري ابادۍ نيمايي برخې اغيزمنولو ترڅنګ د خواوشا 44 کهربه ډالرو نړيوال معيشت نيمايي په خطره کې اچوي،که د2050م پورې وضعيت همدغه شان دوامداره پاتې شو نو په راپور کې خواوشا دجنوبي امريکا درقبې برابر سيمې  دنورې ويرانۍ اندازه لګول شوې ده.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button