افغانستانمهم خبرونه

دپنجشير دجګړې له امله خلک تېښته کوي،راپور

 نړيوالې خبري ادارې  اى ايف پي دپنجشير  دخلکو له قوله ويلي  په دغه ولايت کې  ديو ې ياغي ډلې له لوري دطالبانو په ضد  دعملياتو پيل کيدو وروستو په ګڼ شمير کې ولسي  وګړي دجګړې له امله تښتيدلي دي.

پنجشير  د١٩٨٠ء په لسيزه کې  دسوويت ځواکونو په ضد دافغانانو دمزاحمت ځانګړي مقام او  د١٩٩٠ء په لسيزه کې دطالبانو دواکمنۍ دلمړي دور په مهال  دياغيانو دمرکز جوړيدو له امله زيات شهرت لري.

تيرکال داګست په مياشت کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسيدل نو  دمزاحمت قامي محاذ( اين ار ايف) ډلې جنګيالي په دغه ولايت کې دطالبانو په ضد راپاڅيده.

دطالبانو ضد پخواني کمانډر احمد شاه مسعود دځوې  په مشرۍ تيره اوونۍ اين ار ايف  دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کولو اعلان کړى و.

دواړه خواوې  په تيرو څو ورځو کې ديو بل دلسګونو جنګياليو دوژلو ادعاوې کوي.

دلطف الله باري په نوم يو تن اى ايف پي ته ويلي هغوي دځان سره يواځې ديوې څخه تر دوو پورې جامې راخستي او دلسګونو کورنيو سره تښتيدلى دى.

 هغه ويلي  دهغوي پشان  نورې کورنۍ  هم دکابل په بيلا بيلو سيمو کې دخپلو خپلوانو کې اوسيږي.

دفريداحمد په نوم دلسو بچو يو پلار وويل  هغه دغه سيمه دنورو ګڼو خلکو سره دجګړې له امله پريښودې ده.

يو بل ولسي وګړي ايمل رحيمي ويلي خلک ويريږي  او دخپل ژوند ژغورلو لپاره تېښته کوي.

 په پنجشير کې دطالبانو کمانډرانو اى ايف پي ته ويلي  جګړه ودريدلې ده.

 په پنجشير کې دطالبانو دايليټ بدري يونيټ مشر  عبدالحميد خراساني ويلي  هغوي ( داين ار ايف جنګيالي) غرونو ته تښتيدلي دي، وضعيت اوس عادي او پرامنه دى.

اين ار ايف ويلي دهغوي عمليات به په ١٢و ولايتونو کې دوامداره وي ، چرته چې دهغوي   جنګيالي شتون لري، چې زياتره يې په شمالي افغانستان کې دي.

 په امريکا کې  دناين اليون  دپېښو څه دوه ورځې دمخه احمدشاه مسعود، چې دپنجشير په شير ياديدو، دالقاعده له لوري  په کال ٢٠٠١ء کې وژل شوى و.

 اوس دهغه ځوې احمدمسعود دطالبانو په ضد وسله راخستې او دهغوي حکومت ناجايزه ګرځوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button