هند کې په ځوې دپلار مقدمه:ماشوم وزيږوه او يا5 کروړه روپۍ هرجانه راکړه
دهند په اتر کهنډ رياست کې دپوخ عمر موروپلار پخپل ځوې او اينګور دماشوم نه زيږولو له امله دهرجانې مقدمه جمع کړې ده.
دهندري خبري ادارې اى اين ايي له مخې داترکهنډ دپوخ عمر تن سنجيو او دهغې کورودانې سادهنا پرساد په محکمه کې دځوې او اينګور په ضد دماشوم نه زيږولو له امله مقدمه جمع کړې ده چې پکې ويل شويدي که چرې دهغوي ځوې او اينګور ديوکال دننه ماشوم ونه زيږولو نو هغوي ته دې پينځه کروړه روپۍ هرجانه ورکړى شي.
دخپلې بڼې په دغه ځانګړې مقدمه کې خواست شويدى چې که چرې ځوې او اينګور يې ماشوم ونه زيږوي نو هغوي ته دې هر يو ، دوه نيم، دوه نيم کروړه روپۍ هرجانه ورکړي.
دميډيا سره دمقدمې جمع کولو په مهال دغو دواړو ښځې او خاوندې ويلي هغوي په کال 2016م کې په دې هيله دخپل ځوې او اينګور واده کړى و چې په دې پوخ عمر کې به ورته يا خو لمسى او يا لمسۍ په لاس ورشي خو دغسې ونه شول.
سنجيو پرساد دژړا په حالت کې ميډيا ته وويل هغوي دخپل زوې دغوره زده کړو او تربيت لپاره قرض اخستى و او امريکا ته يې ليږلى واو بيرته چې هاغه ځايې نه راغلى نو بيا پرې هم پېسې مصرف کړې وې په دې هيله چې دځوې واده به وکړي او ورته به لمسى او يا لمسۍ په لاس ورشي خو دغسې ونه شول.