افغانستانمهم خبرونهنړۍ

هرات: ښځې او سړي دې ډوډۍ ته يوځايې نه کښيني،طالبان

دطالبانو دچارواکو وينا ده دافغانستان په لويديز هرات ښار کې اوس دسړو او ښځو په يو ځايې ډوډۍ خوړل او په دسيل په ځايونو کې يوځايې ګرځيدل منعې کړى شويدي.
طالبانو دغه وروستى بنديز وروستو له هغې لګولى چې تيره اوونۍ ددغه ډلې مشر ملا هبة الله اخندزاده ديو فرمان دلارې دافغانستان په ښځو غږ کړى و چې نور دې په ولسي ځايونو کې مخونه پټوي او برقعې دې اچوي.
دطالبانو ددغه بنديز په ضد په پلازمېنه کابل کې ښځو احتجاج کړى و او طالبانو ته يې ويلي وو دهغوي په حکم به برقعې نه اچوي.
دالجزيره دراپور له مخې په هرات ولايت کې دطالبانو دامر بالمعروف او نهى عن المنکر په وزارت کې دطالبانو يو چارواکي رياض الله سيرت ويلي چارواکو” امر کړى چې ښځې او سړي دې په ريسټورنټونو کې بيل کښينولى شي ”
هغه وويل دريسټورنټونو مالکانو ته په زباني ډول ويلي شويدي چې په دغه امر دې عمل وکړى شي تردې چې که “هغوي پخپل مينځ کې ښځه او خاوند هم وي”
طالب چارواکي ويلي دهغه دفتر فرمان جاري کړى چې دهرات دسيل ځايونه دې په صنفي اساس بيل کړى شي چې پکې دې ښځو او سړو ته يواځې په بيلا بيلو ورځو دورتګ اجازه ورکړى شي.
هغه ويلي مونږ ښځو ته ويلي چې ” دزيارت، جمعې او خالي په ورځ دسيل ځايونو ته راشي ”
دهغه وينا وه نورې ورځې دسړو لپاره ځانګړې دي چې پکې هغوي دسيل او ورزش لپاره ورتللى شي.
دهغه وينا وه کومې ښځې چې په دغو ورځو کې ورزش کول غواړي هغوي دې دځان لپاره يو محفوظ ځايې وګوري او يا دې دغسې پخپلو کورونو کې وکړي.
دريسټورنټ يو مالک صفي الله پخلى کړى چې هغه ته دوزارت له لوري دغه امر ترلاسه شويدى.
صفي الله ويلي” مونږ ته به په دې امر عمل کول وي خو دا زمونږ په کاروبار ډير بد اغيز لري ” او زياته کړې يې ده چې که چرې دغه بنديز دوامداره وساتلى شي نو هغه به دخپلې عملې په ګوښه کولو مجبور شي.
يوې افغان ښځې چې نه غواړي وپيژندل شي ويلي يو منيجر ورته ويلي چې هغه او دهغې خاوند دې په ريسټورنټ کې بيل بيل کښيني.
داى ايف پي دراپور له مخې که هر څو تر دې مهاله په ښار کې دښځو دګاډو په چلولو بنديز نشته خودګاډو چلولو تربيه ورکوونکو ته ويل شوي هغوي دې ښځينه موټر چلوونکو ته دلايسنسونو جاري کول ودروي.
طالبانو تيرکال داګست په مياشت کې دلويديز په ملاتړ دډاکټر اشرف غني حکومت رانسکور کړو، دخپل ١٩٩٦ء څخه ٢٠٠١ء پورې دواکمنۍ څخه يې دنرمې طرز واکمنۍ ژمنه کړې وه، خو په دې وروستيو کې يې په صنفي اساس داسې فرمانونه جاري کړي چې دهغوي دغه ژمنه تر پوښتنو لاندې راولي.
تيرکال ددسمبر په مياشت کې طالبانو په ښځو د72ؤ کلو ميټرو څخه دزيات سفر لپاره دځان سره دنارينه رشته دار بوتللو بنديز هم لګولى، دمارچ په ٢٣مه نېټه طالبانو دثانوي ښوونځيو دجينکو لپاره دښوونځيو دپرانستل کيدو څخه څو ساعته وروستو وروسته دغه ښوونځي تړلي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button