افغانستانمهم خبرونهنړۍ

په ښځو دطالبانو دبنديزونو پسر دملګرو ملتونو امنيتي شورا بيړنۍ ناسته وکړه

په ښځو دطالبانو دبنديزونو پسر دملګرو ملتونو امنيتي شورا بيړنۍ ناسته وکړه

 دملګرو ملتونو امنيتي شورا دطالبانو له لوري  په افغان ښځو دبنديزونو په اړه  دبندو دروازو تر شا يوه بيړنۍ غونډه کې صلاح مشورې کړيدي، دملګرو ملتونو په دغه  غونډه کې  په هاغه صدارتي  اعلاميه هم غور شوى  په کوم کې چې  دافغانستان دنوو واکمنانو له لوري  ښځو ته دضرورت څخه پرته  دکورونو څخه دنه وتلو او  په ولسي ځايونو کې  دسر څخه تر پښو دبدن پټولو لپاره دبرقعې اچولو په فرمان جاري کولو ژوره  انديښنه څرګنده شي.

 دامريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ دراپور له مخې  دناروى له لوري ددغه بيان په ليکل کيدونکې مسوده کې به  دافغان ښځو او جينکو دحقونو درامحدودولو دتګلارو دبيرته اخستو غږ هم وشي.

 تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان کې واک ته رسيدلي طالبان هڅه کوي  خپلې هاغه تګلارې دوامداره وساتي چې دکال ١٩٩٦ء څخه تر ٢٠٠١ء پورې دخپلې لمړۍ واکمنۍ په مهال په افغانستان کې دوامداره ساتلې وې.

طالبانو په لمړي فرصت کې  په افغانستان کې په ښځو ګڼ بنديزونه لګولي چې پکې  دثانوي ښوونځيو جينکۍ له ښوونځيو څخه منعې کول، په  ولسي ځايونو کې ښځو ته دبرقعو اچولو او بغير له ضرورت له کور څخه نه وتل،داوږد سفر په مهال دځان سره دنارينه رشته دار بوتلل،ښځې له روزګاره منعې  کول، په مرکزي کابينه کې نه شاملول او له حکومتي دندو ويستل، په ريسټورنټونو کې  دسړو سره  ديوځايې ډوډۍ خوړو اجازه نه ورکول اؤ   پارکونو ته ورتګ په صنفي اساس ويشل شامل دي.

دنيويارک ټايمز په راپور کې ويل شوي  دناروى دملګرو ملتونو مرستيال سفيرې  ټراين هيميربيک دامنيتي شورا له غونډې څخه دمخه خبريالانو ته وويل  دهيواد تباه کوونکې اقتصاد او بشري وضعيت دهواري  پځايې دطالبانو  تګلارې  دښځو او جينکو دخاموشه کولو په موخه دي، دکومو په اړه چې هغې خبردارى ورکړى دتشدد او بنياد پرستۍ لوري ته لاړې شي.

 دزيارت په ورځ   دښځو، سولې او امنيت په اړه دايرلينډ او ميکسيو  دامنيتي شورا  د غيررسمي ډلې  شريکو مشرانو دامنيتي شورا غړو ته يو خط ليږلى و چې پکې  دطالبانو وروستۍ پريکړه زياته بده ګرځول شوې وه.

 په دې کې پخلى شوى چې دافغانستان نوي واکمنان  دښځو او جينکو  حقونو ته دودې ورکولو، درناوي لرلو او سرلوړۍ هيڅ اراده نه لري او يا دهاغو ژمنو چې  په اوسنيو مياشتو کې هغوي دنړيوالې ټولنې او  دافغان ښځو سره يې  کړي هيڅ درناوى نه کوي.

ددې ترڅنګ  شريکو مشرانو ويلي دطالبانو پريکړه دشورا دهاغه ډاګيز پيغام واضحه له پامه غورځول دي چې ښځې بايد په افغانستان کې  دولسي او سياسي ژوند په ټولو اړخونو کې بشپړ، مساوي او له معنا ډک رول ولوبوي.

 دبرطانيې دملګرو ملتونو سفيرې باربرا ووډورډ وويل  چې په تيرو 20 کلونو کې  ښځو دخپلو زده کړو، روزګار، دخپل راتلونکي  او ديو خوشحاله کلتوري ماحول  دبرخې جوړيدو په اړه  موقعې په لاس کې لرلي ، دطالبانو  دقبضې څخه دمخه دهغې په وينا درې اعشاريه شپږ ملينه جينکۍ په ښوونځي کې وې، دپارلمان څلورمه برخه  چوکۍ دښځو سره وې  او ښحې دکاري ځواک شل سلنه وې.

هغې وويل خو اوس طالبان هڅه کوي دغه ټول هر څه له مينځه يوسي  او زياته يې کړه چې ښځو ته  يو داسې ژوند نه دي منل پکار چې دسزا په توګه پکې هغوي څنډې کړى شوي وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button