مهم خبرونهنړۍ

ډالر خپل تير ريکارډ مات کړو، دتاريخ ترټولو لوړې کچې 193 روپو ته ورسيدو

په انټربينک مارکيټ کې دجمعې په ورځ امريکايي ډالر دتاريخ ترټولو لوړې کچې 193 روپو ته رسيدلى، په پاکستان کې ډالر دخپلې تيرې ورځې 192 روپو کچې ته درسيدو ريکارډ مات کړيدى.
په انټر بينک کې دکاروبار په مهال ډالر نور هم يوه روپۍ او 23 پېسې ګران شويدى، تيره ورځ ډالر 192 روپو ته رسيدلى و، نن ډالر په انټربينک تجارت کې 193٫10 روپو ته ورسيدو.

نن څلورمه ورځ ده چې پرې پسې پکې ډالر دروپۍ په مقابله کې په بره روان دى، دنهې په ورځ ډالر 188٫66 روپو لوړې کچې ته رسيدلى و، وروستو دشورو په ورځ 190٫90 روپو او بيا دزيارت په ورځ 192 روپو ته لوړ شو.
داقتصاد پوهانو وينا ده نن دډالر دنور ګرانيدو امکان هم شته، دډالر په قدر کې داضافې او دروپۍ په قدر کې دکمي په علتونو کې دهيواد لوړ درامدي بل هم شامل دى.

دروپۍ په قدر کې دکمي علت په درامدونو کې بې قابو زياتوالى او دبرامدونو په پرمختګ کې کم رفتاري ده، ددې عکاسي په تجارتي خساره کې شوې کومه چې دجولايي او اپريل په مياشت کې 39 بلينه ډالرو ته رسيدلې ده.
همدغه راز ځينې اقتصاد پوهان دډالر په بره دختلو په علتونو کې په هيواد کې روان اقتصادي کړکيچ هم ښايي چې پکې په بنيادي توګه دزرمبادله په بهرنيو ذخيرو کې کمى او او سياسي بې باوري شامل ده.

مرکزي بينک دزيارت په ورځ ويلي په شږمه مئ ختمه شوې اوونۍ کې دپاکستان درياستي بينک دخارجه زرمبادلې ذخيرې د190 ملينه ډالر په راکميدو سره 10٫308 ته راکمې شويدي، دهيواد مجموعې ذخيرې هم 16٫375 بلينه ډالرو ته راکمې شويدي، داوونۍ په مهال دکمرشل بينکونو پېسې 6٫067 بلينه وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button