افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دکابل جومات کې چاودنه، درې کسان ژوبل

دکابل دامنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وينا ده دکابل ښار کې په يو جومات کې دچاودنې له امله درې کسان ژوبل شويدي.
وياند دافغانستان پژواک خبري ادارې ته ويلي دغه چاودنه دجمعې دلمانځه ادا کولو په مهال دکابل دپنځمې امنيتي حوزې اړوند دايوب صابر جومات کې ترسره شوې ده.
هغه په دغه چاودنه کې په سملاسي توګه ددريوو کسانو دژوبل کيدو پخلى کړيدى.
وياند ويلي عسکر سيمې ته رسيدلي او دپېښې پلټنې روانې دي.
تر دې مهاله دکابل په جومات کې دلمونځ په مهال دترسره شوې دغه چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې خو له دې وړاندې تيره اوونۍ دافغانستان په پلازمېنه کابل په شيعه هزاره ورورولۍ، مزار شريف او کندوز په جوماتونو کې په لمونځ ګزارو دبمي چاودنو ذمه واري داعش ډلې منلې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button