پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دامريکا او پاکستان ترمينځ واشنګټن کې په امنيتي چارو مذاکرات

 دامريکا او پاکستان دبهرنيو چارو دوزيرانو په نيويارک کې دليدنې څخه څو ورځې دمخه  دواړو هيوادونو دامريکا په پلازمېنه واشنګټن  کې  په امنيتي  چارو مذاکرات پاې ته رسولي.

 دډان ورځپاڼې دراپرو له مخې  دپاکستان داستخباراتي شبکې انټرسروسز  انټلي جنس( ايي ايس ايي) مشر نديم انجم  په روانه اوونۍ کې په واشنګټن کې تيرې ورځې تيري کړي چرته چې هغه دامريکا دملي امنيت دمشير جيک سليوان او سي ايي اى دمشر وليم جى برنس سره ليدنه کړې ده.

 دواړو هيوادونو تراوسه په دغه ليدنه کې دشوو خبرو جزئيات مخې ته نه دي راوړي  خو احتمال دى پکې به   په امنيتي انديښنو او دافغانستان په وضعيت غور شوى وي، امريکا مني چې دافغانستان باثباته کولو کې پاکستان مرسته کولى شي

دايي ايس ايي  دمشر امريکا ته دغه وروستى سفر وروستو له هغې وشو چې دپاکستان دپخواني وزيراعظم  عمران خان  له لوري  تور ولګولى شو چې  واشنګټن دپاکستان دمخالفو ګوندونو سره په ګډه سازش کړى او دهغه حکومت يې رانسکور کړيدى،دهغه ددغه تور څخه وروستو ددواړو هيوادونو اړيکې تاوژنې شوي خو دامريکا له لوري تيره  ورځ په ډاګه کړى شوې وه چې  ددروغو له امله به پاکستان سره دواشنګټن اړيکې نه خرابيږي.

 دامريکا دخارجه محکمې وياند نيډ پرايس  تيره ورځ ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دعمران خان دعوه  اندازې او دروغ ګرځولي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button