پاکستانمهم خبرونهنړۍ

بلاول بوټو وايي دبې باورۍ دتحريک څخه يوه شپه مخکې دمارشل لاء لګولو دړکه شوې وه

دبهرنيو چارو وزير او دپاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي دپخواني وزيراعظم عمران خان دحکومت په ضد دبې باورۍ دتحريک څخه يوه شپه وړاندې ورته دړکه شوې وه په سملاسي توګه دې ټاکنې وکړى شي که دغسې ونه کړى شول نو په هيواد کې به مارشل لاء ولګولى شي.
په ډاګه دې وي چې دا مهال په هيواد کې بيا دسره دټاکنو ترسره کولو غوښتنه دپخواني وزيراعظم عمران خان ګوند په زوره کوي او څيړونکي وايي که دبلاول بوټو دمارشل لاء لګولو ددړکې په خبره کې صداقت وي نو دغه دړکه به دهاغو قوتونو له لوري په ممکنه توګه ورکړى شوي چې دعمران خان دګوند ملاتړ يې کولو.
دپاکستان مسلم ليګ(ن) پيپلز ګوند، جمعيت علماء اسلام او اى اين پي په ګډون ټولو مخالفو سياسي ګوندونو دعمران خان په حکومت تور لګولى و چې دهغه حکومت دولس په ووټ نه دى راغلى بلکې دطاقتورو قوتونو له لوري په قام مسلط کړى شوى و چې پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو ورته په لمړي ځل “سليکټډ” حکومت ويلى و
دپاکستان پخوانى وزيراعظم او دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تور لګوي چې امريکا په پاکستان کې دمخالفو ګوندونو سره په ګډه سازش کړى او دهغه حکومت يې رانسکور کړيدى، خو په واشنګټن کې امريکايي چارواکو او په اسلام اباد کې مخالفو ګوندونو دهغه دغه تورونه رد کړيدي، دپاکستان دملي امنيت دکميټې په اعلاميه کې هم دعمران خان ددعوې په ضد دسازش پځايې دمداخلت تورى کارول شوى.
په قامي اسمبلۍ کې دپخواني وزيراعظم د حکومت په ضد دبې باورۍ دتحريک دکاميابيدو او دحکومت دختميدو وروستو عمران خان په اشارو کې څو ځله دپاکستان په پوځ هم نيوکې کړې او دپوځ دبې پلوه پاتې کيدو بيان ته په اشارې کولو سره يې پخپلو سياسي جلسو کې ويلي ” بې پلوه خو څاروي وي ” دکوم وروستو چې دپاکستان پوځ دهيواد سياسي ګوندونو او مبصرينو ته خواست کړى چې پوځ ته سياسي بحث ته نه راښکل کيږي.
دقامي اسمبلۍ دسپيکر راجا پرويز اشرف په مشرۍ دقامي اسمبلۍ غونډه کې دوينا په مهال دبهرنيو چارو وزير وويل هرکله چې په هيواد کې دايمرجنسي پشان وضعيت وي نو دسياسي مخالفت يو اړخ ته دايښودو په ترڅ کې دقامي ګټې لپاره ګامونه اخستل کيږي
دهغه وينا وه” پاکستان په تاريخ کې زيات مشکلات ليدلي ، دا مهال يو غيرمعمولي وضعيت دى، چرته چې مونږ يو کړکيچ وينو، په مخالفو چوکو چې مونږ ناست و نو سوچ مو کولو چې حالات ډير مشکل شويدي، خو حالات زمونږ له اندازې څخه زيات خراب وؤ. ”
بلاول بوټو زرداري وويل که دپاکستان جمهوريت وي او که ادارې وي، دغه ديو شخص لپاره لانجمنې جوړې کړى شوې وې، دغه زيان پخپل ځايې شته.
دپي ټي ايي مشر عمران خان ته په اشاره بلاول بوټو وويل ” پخواني وزيراعظم زمونږ جمهوريت ته دزيان رسولو ترڅنګ ايين هم مات کړى کوم چې دټولو په وړاندې دى، پخوانى وزيراعظم، مرستيال سپيکر او دپاکستان صدر چې تر ننه ايين ماتوي ، دا عمل قامي اسمبلي څنګه نظرانداز کولى شي”
بلاول وويل” که چرې مونږ غواړو جمهوريت مو دې وده وکړي او ددې ايوان درناوى دې پځايې شي نو مونږ ته به ددې خلکو په ضد پلټنې کول وي، ددوي په ضد اقدام نه دى شوى ځکه پخوانى وزيراعظم ګڼي چې هغه يوه مقدسه غوا ده او دهيواد په ګوټ ګوټ کې ګرځي او تورونه لګوي کوم چې دقامي ګټو په ضد دي او ددې له امله به زمونږ هيواد ته زيان رسيږي ”
خارجه وزير وويل” عمران خان ځان ځکه مقدسه غوا ګڼي چې تر ننه ددغه سليکټډ په ضد کوم اقدام ونکړى شو، مونږ ټولو دا خبره نظرانداز کړه چې په 2008م کې ددرغلۍ دلارې يو داسې حکومت جوړ کړى شو کوم چې تر څلورو کلونو په هيواد مسلط پاتې شوى او هيواد يې برباد کړى، په خارجه کچه يې پاکستان يواځې کړيدى”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button