پاکستانمهم خبرونه

کراچۍ کې دچاودنې له امله يو تن مړ،٨ ژوبل

 دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ  په صدر سيمه کې ديوې چاودنې له امله يو تن وژل شوى او اته نور ژوبل شويدي، په دغه چاودنه کې ګڼ شمير ګاډي هم تباه شويدي.

 دجناح روغتون ډايريکټر ډاکټر شاهد رسول په دغه چاودنه کې ديو  ولسي وګړو دوژنې او اتوو دژوبل کيدو پخلى کړى او زياته کړې يې ده چې زياتره کسان دبال بيرنګ  له امله ژوبل شويدي.

 دسندهـ  ايي جي پوليس  دسندهـ وزيراعلي مرادعلي شاه ته دچاودنې لمړى راپور وړاندې کړى چې پکې ويل شويدي  چاودنه  ديونايټډ بيکرۍ سره نزدې ترسره شوې ده او ښکاري داسې چې  بم په يو موټرسايکل کې نصب کړى شوى و.

راپور کې ويل شويدي چې دچاودنې له امله يو لاروى وژل شوى او ګڼ کسان ژوبل شويدي.

 دسندهـ وزيراعلي ته ويل شويدي دبمونو ناکاره کوونکې ډله دپېښې دځايې  جاج اخلي او  دترهه ګرۍ دمخنيوي چارواکي هم دپېښې په ځايې کې موجود دي

 داطلاعاتو صوبايي وزير شرجيل ميمن ميډيا ته ويل  وزيراعلي  په ټولو روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړى، پوليس او دبمونو سکواډ دپېښې ځايې ته ليږل شوى چې شواهد راټولوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button