افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دتيراه کډوال دې پځايې کړى شي،خېبر کې دمظاهره چيانو غوښتنه

عمرشینواري

دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا قبايلي ضلع خېبر کې بلدياتي استازو دخپلو غوښتنو په حق کې احتجاج کړى او پاک افغان لويه لاره يې دهررقم تګ راتګ لپاره تړلې ده.
مظاهره چيانو په جمرود بايي پاس سړک پاک افغان لويه لاره احتجاججا وتړله چې له امله يې خلکو ته په تګ راتګ کې ستونزې پېښې شوې او په له لويه لارو دګاډو لويې قطارونه ولګيدل.
په دې موقعه مظاهره چيانو سره په دغه احتجاج کې سيمه ييز خلک هم په ګڼ شمير ورګډ شول او غوښتنه يې وکړه چې دخېبر دلرې پرتې تيراه دراجګل سيمې دعملياتو څخه داغيزمنو شوو کورنيو بيرته خپلو سيمو ته بوتللو، دهغوي ابادولو او ورته دعصري اسانيو په ورکړه کې حکومت سنجيده نه دى.
مظاهره چيانو وويل دجوړيدونکي غونډي سړک په ګډون په نورو پرمختييايي پروژو دکار تړل هم دهغوي لپاره دتشويش وړ خبره ده او ددې ترڅنګ يې غوښتنه وکړه چې دولس کاله دمخه بې دخله کړى شوي دراجګل کډوال دې په سملاسي توګه پځايې کړى شي.
مظاهره چيانو دړکه کړې ده چې ترڅو يې غوښتني نه وي منل شوي او حکومت په دې اړه دسنجيدګۍ څرګندونه نه وي کړي تر هغې به يې احتجاج روان وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button