پاکستانمهم خبرونهنړۍ

رحيم يارخان کې په مندر بريد،22 ملزمانو ته د5،5 کلونو دبند سزا واورول شوه

دترهه ګرۍ دمخنيوي يوې ځانګړې محکمې دپنجاب ضلع رحيم يار خان په تحصيل بهونګ کې دکال 2021م داګست په مياشت کې په يو مندر دبريد او زيان اړولو دجرم په ثابتيدو په ټولو22و ملزمانو کې هر يو ته دجرمانې ترڅنګ د5ؤ کلونو دبند سزا اورولې ده.
دډان ورځپاڼې دراپور له مخې دترهه ګرۍ دمخنيوي قاضي ناصر حسين دمقدمې اوريدنه کړې ده، په دغه مهال محکمې 22و ملزمانو ته د5،5ؤ کاله دبند سزا اورولې او نور 62 ملزمان يې دشک په اساس بري کړيدي.
داستغاثې دوکيل له مخې ملزمانو په 4م اګست کال 2021م کې درحيم يار خان په بهونګ سيمه کې دهندو ورورولۍ مقدس مقام ګنيش مندر باندې بريد او ورته يې زيان اړولى و، وروستو پوليسو په مندر دبريد او زيان اړولو په تور 84 ملزمان نيولي وؤ.
په ډاګه دې وي چې په کال 2021م کې دپنجاب درحيم يار خان په په بهونګ تحصيل کې دهندو ورورولۍ په ګنيش مندر پاريدلو کسانو بريد کړى او ورته يې زيان اړولى و له کوم وروستو چې دهاغه وخت مشر قاضي ګلزار احمد دپېښې نوټس اخستى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button